جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلومړنی ریلګاډی له افغانستانه ترکیې ته ورسید

لومړنی ریلګاډی له افغانستانه ترکیې ته ورسید

تاند(سې شنبه، د جوزا ۸مه)  د ایراني رسنیو د راپور له مخې، له افغانستان څخه لومړنی ترانزیتي ریلګاډی له ۴۰ ورځني سفر وروسته د ترکیې وان ته ته ورسید.

په دغه ریلګاډي کې، چې د ثور په لومړۍ نېټه د ایران روزنک تمځي ته ورسید، ۱۱۰۰ کاني ټیږې بار وې.

د ایران د خبري آژانس ISNA د راپور له مخې دغه اورګاډی څه باندې یوه میاشت مخکې ایران ته داخل شو. ایراني رسنیو په ځنډ د دې ریلګاډي د رسیدو مبهم دلایل په ګوته کړي دي.

خو ترکیې ته د دغه ریلګاډي رسیدل مهم پرمختګ ګڼل کېدای شي ځکه افغانستان په پام کې لري چې د هرات – خواف ریل پټلۍ په کارولو سره خپل تولیدات د ترکیې او اروپا بازارونو ته ورسوي.

په لومړي وار په ریلګاډي کې د تیږو د لېږلو لپاره د ثور په لومړۍ نېټه د روزنک د ریلاګاډي په تمځي (سټېشن) کې د ریلاګاډي په وسیله د صادراتو د پیل په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه چې د هرات د ریللارې ادارې د رييس ترڅنګ، د دغه ولایت د اطلاعاتو اوکلتور، سوداګرۍ او پانګونې خونو رییسانو او یو شمېر کورنيو او بهرنيو پانګوالو پکې ګډون وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب