چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان او روسیې ولسمشران وايي د افغانستان امنیت ته لومړیتوب ورکوي

د ازبکستان او روسیې ولسمشران وايي د افغانستان امنیت ته لومړیتوب ورکوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۸ مه) د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو په افغانستان کې سولې او ثبات ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې ولادیمیر پوتین او شوکت میرضیایف دا خبره پرون (دوشنبې)ازبکستان ته د روسیې د ولسمشر د سفر پر مهال په خپله ګډه اعلامیه کې کړې ده.

د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي: “د دواړو هېوادونو مشران په افغانستان کې سولې او ثبات ته په دې خاطر اهمیت ورکوي چې د دغه هیواد امنیت د منځنۍ اسیا او ګاونډیو سیمو پر امنیت اغېز لري.”

د راپور له مخې، دواړه هېوادونه غواړي “د مسکو فورمټ، د شانګهای د همکارۍ سازمان او نورو میکانیزمونو په چوکاټ کې خپلې هڅې همغږې کړي، څو د افغانستان له وضعیت سره د مرستې لپاره لازمې پایلې ترلاسه کړي.”

دواړو لورو د بیلاروس – روسیې – قزاقستان – ازبکستان – افغانستان – پاکستان ترانسپورتي دهلیز د پراختیا په اړه د کاري ډلې لومړۍ غونډه هم مثبته وبلله.

په همدې حال کې پوتین له خپل ازبک ساري سره د “کوچنۍ اټومي بټۍ” د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د اسوشیتد پرس پر اساس، د ازبکستان ولسمشر تایید کړه چې روسیه به دا بټۍ جوړه کړي. دا پروژه د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په منځنۍ اسیا کې لومړۍ پروژه ده.

میرضیایف دا پروژه ” حیاتي ” او د پوتین لیدنه ” تاریخي” وبلله. پوتین د ازبکستان په اټومي بازار کې د اغېزمن کار ژمنه وکړه او د ازبکستان د یورانیمو پر لویو زېرمو یې ټینګار وکړ. د دې اقدام موخه د روسیې د سیمه ییز نفوذ زیاتول دي.

ازبکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر له انتخاباتو وروسته د سیمې هیوادونو ته د ده درېیم سفر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب