شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهطالبانو د شپې ګرځ بندیز لګولو اوازې رد کړې

طالبانو د شپې ګرځ بندیز لګولو اوازې رد کړې

تاند (سې شنبې، د جوزا ۸ مه) د طالبانو د رژیم یو شمېر ویاندویانو هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې دوی د شپې ګرځ بندیز لګولو پلان لري.

له څو ورځو راهیسې د پرځیدلي جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ « زرغون بهیر» په خپلو ټولنیزو پاڼو کې یو شمېر اسناد خپاره کړي او ادعا کړې وه، چې د طالبانو لخوا د شپې د ګرځ بندیز لګولو اړوند دي.

نن د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي او د دوی د رژیم عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد یاد شوي اسناد جعلي او بې بنسټه وګڼل او ویې ویل، چې د شپې ګرځ بندیز د لګولو اوازې ناسمې دي.

طالبانو دا ډول څرګندونې د دوی خلاف تبلیغاتي جګړه ګڼلې او ویلي، چې د ګرځ بندیز لګولو کومه اړتیا نه ویني.

د طالبانو مخالفانو یادې څرګندونې له دې ادعا سره خپرې کړې وې، چې ګواکې طالبان د دوبي له را نږدې کېدو سره د دوی خلاف له بریدونو وېریدلي او دا پرېکړه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب