شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د روغتیا وزیر ګوښه او څو نورې ګمارنې وکړې

ملا هبت الله د روغتیا وزیر ګوښه او څو نورې ګمارنې وکړې

تاند (سې شنبې، د جوزا ۸ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې عمومي مشر یې ملا هبت الله د خپل رژیم د روغتیا وزیر قلندر عباد له دندې ګوښه او څو نورې ګومارنې یې کړې دي:

هغه د دې ګومارنو جزیات په دې ډول خپاره کړي:

 ۱. د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري معین مولوي نورجلال جلالي، د عامي روغتیا وزارت د سرپرست په توګه.

۲. د استخباراتو عمومي ریاست مخکنی اداري معین ملا رحمت الله نجیب، د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه.

۳. د سمنګان ولایت مخکنی والي ملا عبدالاحد فضلي، د فاریاب ولایت د والي په توګه.

۴. د فاریاب ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب رسالت، د سمنګان ولایت د والي په توګه.

۵. د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ مخکنی ولسوال حاجی محمد صادق انقلابي، د کندهار ولایت د والي د مرستیال په توګه.

۶. او د کندهار ولایت مخکنی د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک؛ د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه

د دې ګومارنو او بدلونونو د لامل په تړاو څه نه دي ویل شوي.

1 COMMENT

  1. مولوي صاحب امیرالمؤمنین هیبت الله اخوند ته یو مهم عرض
    زمونږه د مکتب چپړاسي یو امي دی او د امارت تنخا اخلي ژر تر ژره ورته یو مولوي صاحب پیدا کړئ چې د خیره سره اسلام تطبیق شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب