دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او پاکستان د بشري پراختیا د لیست په پای کې دي

افغانستان او پاکستان د بشري پراختیا د لیست په پای کې دي

تاند (دوشنبه، د د حمل ۲۰ مه) د پاکستان ډان ورځپاڼه د ملګروملتو د بشري پراختیا د راپور پر اساس وايي چې په جنوبي اسیا کې پاکستان او افغانستان یوازیني دوه هیوادونه دي د بشري پراختیا د لیست په اخر کې دي.

په دغه لیست کې پاکستان د ۱۹۳ هیوادونو په منځ کې ۱۶۴ دی، حال دا چې پاکستان څو کاله وړاندې ۱۶۱ و.

په دې لیست کې سریلانکا، چې ډېر پوروړی هم دی اوهمداراز مالدیپ تر افغانستان او پاکستان په ښه وضعیت کې دي. بوټان، هند، بنګله دېش او نیپال هم په منځنۍ کته ګوري کې دي.

افغانستان د بشري پراختیا په فهرست کې تر پاکستان ۱۸ رتبې ټیټ، ۱۸۲ دی.

خو د افغانستان او پاکستان لپاره بده دا ده چې د جنوبي اسیا نور هیوادونه کال په کال ښه شوي مګر دا دوه هیوادونه بدتره شوي دي.

د بشري پراختیا شاخص د هیوادونو د اوسیدونکو د ژوند د سویې یا ستندرد، روغتیا، تعلیم او د اقتصادي او غیراقتصادي فاکتورونو پر اساس د خلکو د هوساینې له مخې ټاکل کېږي.

په راپور کې، چې ډېر تمرکز یې پر پاکستان دی، راغلي چې په راتلونکو درو کلونو کې امکان شته چې د پاکستان اقتصادي وده یو څه ډېره شي او حتي ښايي درې سلنې ته ورسیږي خو د جنوبي اسیا د نورو هیوادونو پرتله بیا هم دا ډېره ټیټه اندازه ده.

حاضردمه د هند اقتصادي وده، په نړۍ کې بې ساري ده. ډېری اقتصادي شنونکي اټکل کوي چې هند به تر ۲۰۳۰ مخکې د نړۍ په درېیم ستر اقتصاد بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب