پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+ایا طالبان د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه کولی شي؟

ایا طالبان د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه کولی شي؟

د افراطیت او تروریزم د رشد لاملونه؛

که څه هم د ترورستي ډلو شتون یوازې په افغانستان کې نه دی او اصلي مرکزونه یې په پاکستان، ایران، منځني ختیځ، افریقا او نورو هیوادونو کې دي، خو د طالبانو راتګ  سره ټولو افراطي او ترورستي ډلو ته انګیزه ورکړل شوله چې د خپلو اهدافو په خاطر  مبارزه ګړندۍ کړي. په افغانستان، سیمه او نړۍ کې سیالې او رقابتونه، فقر، خرابه حکومتولي او د دیکتاتوري افراطي رژیمونو شتون، تروریزم او افراطیت لپاره زمینه مساعده کړیده. له بله پلوه د تروریزم او افراطیت په ضد مبارزه کې سمیه او نړۍ همغږي هم نه ده. هغه هیوادونه لکه ایران او پاکستان چې افراطي او ترورستي ډلې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره استعمالوي، دا ډلې یې په ښو او بدو ډلو ویشلې دي. پدیتوګه د یو هیواد ښه ډله د بل هیواد لپاره بده ډله ده.

افغانستان اوسنې وضعیت؛

سوال دا دی چې ایا طالبان د ترورستي او افراطي دلو سره د مبارزې توان او اراده لري او کنه؟

د طالبانو په هکله د نړۍ د امنیتي چارو شننوکو نظریات سره توپیر لري. ځینې په دې عقیده دي چې طالبان د نورو افراطي او ترورستي ډلو سره په کلونو یو ځآی همسنګره پاتې شوي او ستونځمنه ده چې دوی د خپلو همسنګره فکري ملګرو نه ځانونه جدا کړي. له دې امله طالبان د دې اراده نه لري چې د دغه افراطي او تروریستي ډلو په وړاندې وجنګیږي او هغوي د افغانستان نه وکاږي. هغه مشهوره متل دی چې وایي په ناولو اوبو ناولتیا نه پاکیږي نو همداشان افراطیت په افراطیت نشي له منځه وړلې. که یوه افراطي ډله د بلې افراطي ډلې په وړاندې تقویه شي، افراطیت له منځه نشي تلې او په اخره کې بیا د افراطي دلې سره مبارزه اړینه ده. ښه مثالونه د مجاهدینو تقویه کول و چې طالبانو له منځه یوړل خو د طالبان په رامنځته کیدو سره افراطیت ختم نشو بلکې نور هم تقویه شو.

که باالفرض دا وګڼو چې د طالبانو مشران  د دې اراده لري چې د افراطي او ترورستي ډلو مخه ونیسي، خو د طالبانو ښکته قدمې د دغه ترورستي ډلو سره نه شلیدونکې اړیکې لري. دا ترورستي او افراطي ډلې کولې شي چې د طالبانو ښکته قدمې د خپلو مشرانو په وړاندې استعمال کړي. د طالبانو روزونکې افراطي ډلې د طالبانو په منځ کې خورا زایت نفوذ لري‌ او د دوی په نبض پوهیږي چې څنګه دوی د خپلو ځانونو سره متحد کړي. په دې خاطر طالبان د دې توان او ظرفیت هم نه لري چې د ټولو افراطي ډلو او خپلو قدمو په وړاندې ودریږي. په تیرو څو لسیزو کې طالبانو او د هغوي روزنکو افراطي ډلو خپلو قدمو ته د پان اسلامیزم او تر یوم القیامه پورې د جهاد کولو انګیزه ورکړېده تر څو د خدای دین او حاکمیت په ټوله نړۍ کې حاکم کړي.

پدیتوګه افراطي او ترورستي ډلې لکه داعش، القایده، د پاکستان اسلامي‌ تحریک، لشکر طیبه، د ازبکستان اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان اسلامي‌ تحریک، حزب تحریر، فاطمیون،‌ جندالله او نور چې د بیلابیلو هیوادونو نه تمویل او تجهیز کیږي، جلا اهداف لري او که طالبان په یوه ډله فشار راوړي نو بله ډله د نورو سره یو ځای کیږي او د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي.

تاسي ولیدل چې طالبان دا ادعا کوي چې د داعش په وړاندې مبارزه کې دوی جدي دي ځکه د دوی سره فکري اختلاف لري خو داعش په نوم ډله د یو څه سکوت نه وروسته دا دی بیا سر راپورته کړ. په کندهار، روسیه او ترکیه کې د دوې وروستي بریدونو وښودله چې دوی بیا منظم شویدي. خو فکر نه کوم چې دا بریدونه د داعش په نوم ډلې یوازې تر سره کړي وي بلکې د نورو افراطي او ترورستي ډلې افراطي کسان د دوی سره اړیکي نیولې او یو ځای شویدي تر څو دا ډول مغلقه حملې تر سره کړې.

له بله پلوه په عمل کې هم داسې نښې او نښانې نه ښکاري چې طالبان دې د افراطي او نورو ترورستي ډلو په وړاندې د مبارزې نیت ولري ځکه طالبانو د عصري تعلیمي نظام تغیر او ړنګولو باندې پيل کړې او په عوض یې نظامي او نورو مدرسو جوړیدو او پراختیا ته زور ورکړیدی. په لس ګونه زره هلکان دغه مدرسو ته ځي. د سیاسي، اقتصادي او تعلیمي سیستمونو ویجاړول او له منځه وړل فقر رامنځته کوي او فقر پخپله په اوږدمهال کې د تروریزم او افراطیت رشد ته زمینه مساعدوي. پدیتوګه په اوږمهال کې به ترورستي، افراطي او جنایي ډلو لپاره د استخدام او سون توکو کمبود نه وي.

د حل لار؛

د داخلي مشروعیت او حکومتولۍ په اړه د طالبانو مشران سره اختلاف د نظر لري. د طالبانو زیات شمیر مشران په دې عقیده دي چې د داخلي مشروعیت او د نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره باید زمینه مساعده کړي ځو د دوی په منځ کې د افراطي ملایانو نفوذ او قوت زیات دی او نشي کولاې چې د هغوي په وړاندې ودریږي.  د بیلګې په توګه د نجونو د ښوونځیو د بندولو په موضوع کې ولیدل شول چې د طالبانو مشران سره اختلاف د نظر لري. افراطي ملایان چې مرکز یې په کندهار کې دی، زیات په واک کې دي. د کابل د موقتې ادارې اکثره وزیران چې د کندهار د پریکړو سره همغږي نه دي، نشي کولې چې د هغوي‌ په وړاندې ودریږي او د کندهار د مشرانو سره ډغرې ووهي.

دا اختلاف د نظر به نور هم زیاتیږي ځکه اصلي فشار د حکومتولې او د افغانستان د ولس د کابل په موقته اداره دی. خو د موقتې ادارې د اکثره خدماتي او کلیدي وزارتونو مشران چې د ولس او نړیوالو سره په اړیکه کې دي، ډیر څه په واک کې نه لري او لوی پریکړې نشي کولاې. ډیری دوستان چې کابل ته تګ او راتګ کوي، هغوي وایي چې د طالبانو ډیر لوړپوړي چارواکي د خپلو افراطي مشرانو د نظریاتو سره موافق نه دي.

که دا ومنو چې طالبان د افراطي او ترورستي ډلو د فعالیتونو د مخنیوی اراده لري، خو دوی د دې ظرفیت نه لري چې د ټولو ډلو سره مبارزه وکړي، سمه ده خو د دې ډلو سره مبارزه د ولس د حمایت نه په غیر ناممکنه ده. د ولس حمایت یوازې هغه وخت ترلاسه کیدلې شي چې یو قانونمند،‌ مشروع او ولسواکه نظام په افغانستان کې رامنتځته شي چې حکومت ولس ته مسووله وي او ټولو ته خدمات د قانون په چوکاټ کې  یو شانته وړاندې کړي. داسې نه وي چې ملاکراسي‌ حاکمه وي او ولس په پریکړو کې هیڅ رول ونه لري. له بده مرغه طالبانو د نظام د داخلي مشروعیت لپاره یو قدم هم نه دی پورته کړې. که وضعیت همداسې دوام وکړي، طالبان به په افغانستان کې د نورو د ګټو لپاره د نوو نیابتي جګړو او رقابتونو لړۍ ته زمینه مساعده کړي چې مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي. په دغه نیابتي جګړو او رقابتونو کې د افغانان خیر نشته دی.

شاه محمود میاخېل

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مشر او د ننګرهار پخوانی والي

1 COMMENT

  1. ځینی اصطلاحات ما ته اجنبی ښکاری لکه افراطیت.
    ګوری اسلام دین د اعتدال دی ؛په همدی دین باندی څه زیاتول یا کمولو ته افراط یا تفریط ویل کیږی نو کله چي یو څوک اصل دین یا اعتدال ته نه وی رسیدلی ،یعنی د اعتدال نه هم ټیټه یا انحراف یی کړی وی ؛ هیڅکله هم دی ته افراط نشی ویل کیدی بلکی دا تفریط ،انحراف او یا هم عدم فهم سلیم ویل کیدای شی .
    نو افراط په عین مسیر او جهت کی د اعتدال نه وروسته رامینځ ته کیږی نو نباید د عدم فهم سلیم او انحراف سره مغالطه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب