دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د افغانستان زندانونو کې ۴۰ بهرني بندیان لرو

چارواکي: د افغانستان زندانونو کې ۴۰ بهرني بندیان لرو

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۰ مه) د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې لپاره د طالبانو د رژیم مرستیال حبیب‌الله بدر وایي، چې په زندانونو کې ۴۰ بهرني وګړي ورسره بندیان دي.

هغه په مشخص ډول د دغو بهرنیو بندیانو هویت نه دی افشا کړی، خو ویلي چې د ګاونډیو او نورو هېوادونو وګړي دي.

سرچینې د دوی د بندي کېدو تر ټولو لوی دلیل په جنایي جرمونو کې لاس لرل ښودلي.

څه موده مخکې، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې ۲ امریکایي وګړي هم دوی سره بندیان دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

د طالبانو رژیم له څه مودې راهیسې د ایران او پاکستان له زندانونو د لسګونو افغان بندیانو د خلاصون او دوی ته د سپارل کېدو خبر ورکړی و.

د دوی په وینا، له نورو هېوادونو هم د افغان بندیانو د خلاصون په هڅه کې دي.

د طالبانو کابینې په دې برخه کې یو لوړپوړی پلاوی هم ټاکلی، چې د ځینو سیمه ییزو هېوادونو اړوندو چارواکو سره یې په دې تړاو خبرې کړې دي.

معلومه نه ده، چې په افغان زندانونو کې د بهرنیو اتباعو د خلاصون په تړاو طالب چارواکي هم د بندیانو د تبادلې ورته پلان لري کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب