شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهلغمان کې خونړۍ ترافیکي پېښه

لغمان کې خونړۍ ترافیکي پېښه

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۰ مه) د لغمان لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دولت شاه ولسوالۍ کې پرون د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رژیم د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالنور رسولي په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې د پېښې مړه او ټپیان ملکي که غیر ملکي وګړي دي او پېښه څه ډول رامنځته شوې ده.

ترافیکي پېښې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له تر ټولو اصلي لاملونو ګڼل کیږي او هره یا یوه ورځ وروسته خامخا له دې امله د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکول کیږي.

 د ترافیکي قوانینو نه رعایت، په دې اړه د اصولو د تطبیق نه څار، د موټر چلولو د اسنادو نه لرل یا یې په جوړولو کې درغلي، د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي پېښو پر عاملانو د قانون نه تطبیق په دې برخه کې له عمده ستونزو ګڼل کیږي.

څو اوونۍ مخکې د طالبانو ریاست الوزرا خبر ورکړ، چې د کابینې په غونډه کې یې کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه وړاندې کړه، چې وزیرانو تایید او د عملي کېدو پرېکړه یې وکړه.

تر اوسه د دې طرحې جزییات او د عملي کېدو په تړاو معلومات نه دي رسنیز شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب