جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعدلیې وزارت: ۲ ګوندونه او ۷۵ ټولنیز سازمانونه مو امنیتي ادارو ته...

عدلیې وزارت: ۲ ګوندونه او ۷۵ ټولنیز سازمانونه مو امنیتي ادارو ته ور وپېژندل

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۰ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ۲ سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنیز سازمانونه یې د نا قانونه فعالیت له امله امنیتي ادارو ته ور پېژندلي.

سرچینې د دغو ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو نومونه نه دي اخیستي.

ګومان کیږي، چې په دغو دوو ګوندونو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند هم شامل دی.

دغه ګوند، په وروستیو کې د طالبانو رژیم او په ځانګړي ډول د دوی د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي سره په ناندریو بوخت دی.

دا ناندرۍ، تر هغې وروسته پيل شوې چې د طالبانو عدلیې وزیر ګلبدین حکمتیار له هغه کوره ایستو ته اړ ویست، چې پرځیدلي جمهوري نظام نوموړي ته ورکړی و.

طالبانو ویلي، چې ټول سیاسي ګوندونه یې لغوه کړي او د ګوندونو تر څنګ په جمهوري نظام کې ثبت شوي ټولنیز سازمانونه د فعالیت اجازه نه لري.

خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، حزب اسلامي ګوند لا هم د خپلو فعالیتونو د دوام خبر ورکوي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو امنیتي ادارې به ور معرفي شویو سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو سره څه ډول چلند کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب