سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهنن لمر تندر نیسي خو د شمالي امریکا خلک یې لیدلی شي

نن لمر تندر نیسي خو د شمالي امریکا خلک یې لیدلی شي

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۰ مه) نن (دوشنبې، د اپریل ۸ مه) د شمالي امریکا په یو شمېر سیمو کې لمر بشپړ تندر (کسوف) نیسي او رڼا ورځ په تیاره بدلیږي.

که وریځ نه وي، لسګونه میلیونه کسان به د ارام سمندر په غاړه، له مکسیکو رانیولې د کاناډا تر ختیځه پورې سترګې اسمان ته ونیسي چې د لمر تندر نیول وویني.

خو د نورو سیمو، په تېره بیا اروپایان به دا ځل تر ۲۰۲۶ پورې د لمر تندر نیول (کسوف) ونه ویني. خو له دې سره سره هغوی چې په آیرلنډ یا بریتانیا کې اوسي، ممکن د نن (دوشنبې) په مازدیګر د لمر جزيي تندر وویني خو شرط دا دی چې اسمان شین وي.

ډېر امریکایان او کاناډایان خوشاله دي چې د لمر تندر نیول ویني. ډیرو خلکو ورته ځانګړې عینکې اخیستي چې د لمر تندر پرې وویني. بې عینکو تندر ته کتل سترګو ته زیان اړوي.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره، ناسا د افغانستان په وخت د شپې په نهه نیمې بجې د کسوف ژوندي تصویرونه خپروي.

په افغانستان او شاوخوا هیوادونو کې به یې د لمر تندر ښکاره نه شي خو هغه خلک چې انترنیټ لري په انلاین ډول یې لیدلی شي.

د نجوم د قوانینو له مخې، د مځکې په هره برخه کې په متوسط ډول په ۳۷۵ کلونو کې یو ځل د لمر بشپړ کسوف لیدلی شي.

د ناسا د اټکل له مخې نن د امریکا د متحدو ایالتونو ۹۹ سلنه اوسیدونکی بشپړ یا جزيي کسوف لیدلی شي.

دا به د امرکیا په متحدو ایالتونو کې له ۱۸۰۶ م کال راوروسته تر ټولو اوږد کسوف وي.

د امریکا په متحدو ایالتونو او مکسیکو کې به د لمر تندر نیول ۴ دقیقې او ۲۶ ثانیې دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب