Home+د ایټالیا د دې ټاپو خلک له وزو په تنګ شوي

د ایټالیا د دې ټاپو خلک له وزو په تنګ شوي

تاند- د ایټالیا په الیکودي (Alicudi) کوچني ټاپو کې ۱۰۰ تنه اوسي، دومره خلکو ته به ایډیل دا وي چې د وزو شمېر یې هم ۱۰۰ وي.

سږ کال د انسانانو او وزو د شمېر ترمنځ انډول ګډوډ شو. د وزو شمېر د انسانانو شپږ برابره شو.

د دې سیمې ښاروال ریکاردو ګولو له خلکو وغوښتل چې د دې ستونزې په حل کولو کې مرسته وکړي.

ګولو د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۴ مه) سي این این ته وویل، که هر څوک غواړي را دې شي او وزې دې ونیسي.

ښاروال وايي، د دې لپاره چې د دې ټاپو خلک وزې نه حلالوي او وزې اوس د دوی پر دېوالونو خیژي، ګلان او پټي ورخرابوي، نو د نورو سیمو له اوسیدونکو غواړي چې له دې ځایه یې یوسي.

د ځايي حکومت د چارواکو په وینا، وزې لومړی پلا شل کاله پخوا د دې ټاپو یوه کروندګر راوړې، وروسته یې پرېښودې. په دې موده کې یې شمېر شپږ سوو ته زیات شو.

په تېرو کلونو کې دا وزې د ټاپو له هستوګنو سیمو لېري ګرځېدې خو اوس چې شمېر یې ډېر شوی کورونو ته ننوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...