چي وو یو پاچا وو یو یې وزیر وو د پاچا وزیر ډېر بیداره او موقع پرسته سړی وو هر وخت به یې د پاچا صفتونه کول پاچا به په خپلو صفتونو ډېر خوشاله کيدی.
یوه ورځ وزیر پاچا ته ویل ته باید داسي دوا پیدا کړې چی د هغې په خوړلو سره تل ژوند پیدا کړې یعنی هیڅ کله مړ نه سې او د تل لپاره د خپل ولس خدمت وکړې. پاچا ډېر خوشاله سو پر برېتو یې ګوتي راتېري کړې فکر یې وکړی چي رښتیا هم باید داسي دوا هم وي چي انسان یې وخوري هیڅ کله مړ نه سي بس پاچا دستي امر وکړی چي ورسئ شاهي طبیب راولئ.
شاهي طبیب چي راغی پاچا ورته ویل طبیبه ورسه داسي دوا را جوړه کړه چي زه یې وخورم هیڅ کله مړ نه سم مګر هو دا هم درته وایم که دي داسي دوانه کړه جوړه نو سر به دي غوټ در پرې کړم. شاهي طبیب حیرانۍ واخیستی چي یا خدایه دا څه بې عقل پاچا دی داسي دوا خو د نړۍ هیڅ طبیب نه سي جوړولای او نه د مرګ علاج سته هر ژوندی شی چي خدای پیدا کړی دی مرګ یې ضرور ورته را استولی دی. په طبیب سر وځړېدی پاچا ته یې نه سوای ویلای چي داسي دوا خو هیڅ امکان نه لري چي جوړه سي د پاچا څخه یې رخصت را واخیستى کور ته راغی. پاچا زوی درلودی شاهپور نومېدی پلار ته یې ویل چي مه کوه طبیب بې چاره داسي دوا نه سي جوړلاوی دا کار د هیڅ چا په وس نه دی پوره مګر پاچا د زوی پر خبره غوږ ونه نیوی. طبیب چي کور ته راغی ډېر یې طبیعت خراب وو چورتو اخیستی وو چي یا خدایه زه څه وکړم که مي دوا ور جوړه نه کړه پاچا ظالم مي وژني. طبیب خوارکی پر یوه خوا هم نه سوای تلای پاچا یې پر کور پیرې درولي وې لس ورځي مهلت یې ورکړی وو چي په لس ورځي کي به دوا راجوړوې.
لس ورځي چي تيري سوې پاچا طبیب راوغوښتى ورته و يې ویل ښه نو طبیبه جار دي سم دوا دي جوړه کړه که يا؟ طبیب خپل مرګ په سترګو لیدی فکر یې وکړی چي پاچا ته به یوه نه یوه بانه کوم ګوندي راباندي مهربانه سي ومي بخښي. طبیب پاچا ته ویل په سمندر کي یو دېب اوسېږي هر څوک چي د دغه سمندر پر غاړه تېرېږي دېب یې خوري ما ته اوس یوه طریقه معلومه سوې ده که دې پر هغه عمل وکړی بیا به هیڅ کله مړ نه سې تل به ژوندی یې. پاچا ډېر خوشاله سو ویل ژره کوه طریقه یې راښیه طبیب ورته ویل ته داسي وکړه یو ځوان پیدا کړه خپل د پاچهي کالي په واغونده سمندري دېب ته یې ور واستوه دېب چي یې وویني دستي به حمله پر وکړي و به یې خوري دغسي به ته د تل لپاره د مرګه څخه خلاص سې.
پاچا ویل دا خو دونه ګران کار نه دی بس دستي يې امر وکړی چي یو ځوان پیدا کړئ په کیسه یې مه خبروئ زما کالي په واغوندئ وروسته یې سمندر ته ولیږئ یو ګړی بعد شاهزاده خپل پلار ته ویل بابا تاسي تېر وتلي یاست خدای تر هر چا زورور دی موږ او تاسي د خدای سره زور نه سو وهلای او نه مقابله ورسره کولای سو. پاچا ته خښم ورغی غاښونه یې سره وچیچل د تخت څخه پورته سو ویل ستا په رقم سر کښه زوی مي نه دی په کار ځه اوس دستي زما د باچهي څخه ووزه چي بیا دي دلته ونه وینم ژر تر ژره مي له سترګو نهامېږه.
شاهزاده شاهپور هم بله ونه کړه دستي د دربار څخه ووتی د هغه سمندر پر خوا روان سو چیري چي دېب اوسېدی پر لاري ځنګل راغی دی په ځنګله کي تېرېدی د یو چا ژړا یې واورېدله دی چي ور تېر سو که ګوري یو سپین ږرى سړی دی د لرګو بار ورته پروت دی ژاړي. ده پوښتنه ځني وکړه چي بابا ولي ژاړې څه در پېښه ده؟ سپین ږیري ورته ویل څه درته ووایم زویه کوچني کوچني زامن لرم دغه لرګي په دې ځنګله کي کوم بیا یې ښار ته یوسم هلته یې خرڅ کړم یو څه یکۍ چي په جوړي کم په هغه د خپل کور او ماشومانو خرڅ کوم نن مي هم د پخوا په شان دلته لرګي مات کړه ډېره خواري مي وکښله اوس چي فکر ورته وکړم لرګي ډېر دي نه یې سم وړای بوډا سولم ولوېدم اوس چورت وهم چي د دغه خوارۍ څخه هم ولوېدم څنګه به د کور ګوزاره کوم پر خپله بې کسي او بې وسي ژړا راغله.
شاهزاده شاهپور ورته ویل بابا تا ته ولې زړه لږ سو دا خو دونه خبره نه ده خدای به یې اسانه کړي اوس به دغه لرګي زه درسره یوسم. سپین ږري چي د شاهزاده شاهپور د خولې څخه دا خبرې واورېدلې ډېر خوشاله سو خوله یې بې اختیاره د خندا ډکه سوه په دې وخت کي درز سو تک سپين دودان پورته سوه سپین ږرى او شاهزاده شاهپور پکښي پټ سوه یو ګړی بعد چي دودان ورک سوه که ګوري سپین ږرى نسته پر ځای یې یو ښایسته ځوان ولاړ دی چي سترګې نه پر روڼېږې. شاهزاده حیران ولاړی چي سپین ږرى څه سو خو یو ګړی د مخه دلته ولاړ وو د ځوان څخه یې د سپين ږرى په هکله پوښتنه وکړه چي ځوانه دلته یو ګړی د مخه یو سپین ږرى ولاړ وو هغه څه سو؟ ځوان ورته ویل شاهزاده هغه سپین ږرى زه یم وروسته یې شاهزاده ته ویل چي بېرېږه مه زه د دې ځنګله ساتونکی دېب یم پر دې لار چي هر څوک تېرېږي زه ازمیښت په کوم که سم سړی وي خو تېرېدلای سي مګر په بل صورت نه سي تېرېدلای ته په دې ازمیښت کي کامیابه سوې اوس وایه کوم ارمان دي در پوره کړم.
شاهزاده ویل زه د هیڅ ارمان یا حرص په وجه د چا سره مرسته نه کوم بلکي خاص خدايي د خلګو مرسته کوم زه دا پر ځان پور بولم چي د یو چا سره مي ښه په وس پوره وي ورسره وې کړم. دېب ډېر خوشاله سو ویل ته ډېر غښتلی او مېړنی ځوان یې اوس دا راته وایه چي چیري روان یې که دي خوښه وی زه به دي په اوږو کي واخلم هري خوا ته چي دي زړه غوښتى هغې خوا ته به دي بوزم. وروسته شاهزاده دېب ته ټوله کیسه وکړه دېب ورته ویل سمندري دېب خو ډېر زورور دی د هیڅ چا وس کار نه پر کوي ته خو ډېر ښه ځوان یې خالي لاس دي چیري ایله کوم یوه سليماني هنداره درکوم څنګه چي سمندري دېب د سمندر څخه راووتی ته به یې سليماني هنداره ور ښکاره کوې دېب چي په هنداره کي وګوري ځای پر ځای به ډبره سي. شاهزاده شاهپور د دېب څخه سليماني هنداره واخیستله ډېره مننه یې ځني وکړه وروسته د سمندر پر خوا روان سو. د ماښام وخت وو چي شاهزاده شاهپور سمندر ته ورسېدی د سمندر پر غاړه ولاړ وو یو ګړی بعد یو وار د اسانو ششنی سو ده چي شا ته وکتل که ګوري ښه ډېر عسکر دي پر اسانو سپاره دي په دغو عسکرو کي یوه عسکر یو ځوان په زنځیرانو تړلی دی د پاچا کالي يې اغوستي وه د شاهزاده سر په خلاص سو چي دا خو هغه بدبخته ځوان دی چي زما پلار د ځان د پاره قرباني کړی دی اوس یې په دېب خوري تر څو دی د تل لپاره ژوند وکړي.
عسکرو ځوان د آسه څخه را کښته کی د سمندر پر غاړه یې وغورځوى پخپله بیرته پر اسانو سپاره سول د سترګو په رپ کي له هغه ځایه ولاړه شاهزاده هم د درختي د شا څخه را ووتى ځوان ته راغی که ګوري ښه ښایسته ځوان دى د ډېره وهمه څخه بې هوښه سوی دی. شاهزاده شاهپور د ځوان د لاسوو او پښو څخه زولنې را خلاصي کړې هلته پر سمندري دېب د انسانانو بوی وموښتی د سمندر د تل څخه را پورته سو د اوبو سر ته راغی. شاهزاده چي ورته وکتل فکر یووړی د سمندر څخه یو لوی غر راپورته سو د ده د راوتو څخه د رود په اوبو کي یو توپان جوړ سو دربی او شړپی سو.
شاهزاده شاهپور چي سمندري دېب ته وکتل پر سر یې دوه غټ ښکرونه را شنه سوي وه پر دواړو ښکرونو یې ماران پېچلي وه لویه خوله یې وه چي د سمندر پر غاړه یې د یوه پر ځای دوه انسانان ولیدل د خندا په ډول یې یوه لویه چغه وکړه ویل واه واه نن خو خداى د یوه پر ځای دوه ښکاره په لاس راکړه.
سمندري دېب دواړي منګولي د شاهزاده پر خوا ور و غځولې غوښتل یې چي شاهزاده شاهپور په خپلو وحشي منګولو کي ټینګ کړي مګر په دې وخت کي شاهزاده هم بیداري وکړه ژر یې سليماني هنداره د جېبه څخه را وکښله د سمندري دېب مخ ته یې ونیوله سمندري دېب چي پکښي وکتل ځای پر ځای ډبره سو کرار کرار دسمندر تل ته لوېدی له سترکو نهام سو او هلته غیب سو. دلته هغه بل ځوان پر هوښ راغی شاهزاده شاهپور ورته ویل چي وروره بېرېږه مه د سمندري دېب کار مي ور وکی د تل لپاره مي ډبره کی اوس ته په بې غمه زړه خپل کور ته ولاړ سه.
شاهزاده ځيني روان سو مزلونه پر مزلونه هله هله هله… بسته یوه میاشت یې مزل وکړی آخر دا دی مصر ته راورسېدی. د مصر د پاچا یوه لور وه ډېر ښایسته وه په ټول مصر کي یې د ښایست جوړه نه وه ډېرو شاهزادګانو مرکې ورته وکړې مګر شاهزادګۍ په خپل حسن ډېره مغروره وه ټولي مرکې یې رد کړې د مصر پاچا ډېر پرېشانه سو دغه یوه لور یې درلوده زوی یې نه درلودی غوښتل یې چي لور یې واده ته غاړه کښېږدي او دی خپل تخت او باچهي خپل زوم ته وسپاري. آخر چي پاچا خپله لور ډېره مجبوره کړه نو دې اعلان وکړی چي زه یو څو شرطونه لرم هر څوک چي هغه پر ځای کړي زه د هغه سره واده کوم اوس نو د نړۍ د کونج کونج څخه شاهزادګان مصر ته راځي. شاهزاده شاهپور چي دغه اعلان واورېدی ده هم پرېکړه وکړه چي زه هم باید ورسم. په دا بله ورځ په یوه لوی میدان کي د ټول ښار خلک سره راټول سوه شاهزاده هم ورغلی وو مخامخ پاچا پر تخت ناست و شاهزادګۍ يې پر څنګ ناسته وه د شاهزادګۍ لومړی شرط دا وو. هر څوک چي زما سره واده کول غواړي هغه باید ما ته داسي تحفه راوړي چي هم تر ټولو قیمتي وي او هم تر ټولو ارزانه. تر ټولو د مخه یو بل شاهزاده ور مخ ته سو د جواهراتو څخه جوړ سوی یو ښایسته امېل یې د شاهزادکۍ په خدمت کي وړاندې کړی. شاهزادګۍ چي امېل ولیدی ویل دغه امېل زما شرط نه پوره کوي ولې چي دغه امېل ډېر قیمتي دی خورا لوړه بیه لري اررانه نه دی. شاهزاده خاموشه سو وروسته د نورو وطنو شاهزادګان مخ ته وړاندي سوه خپلي تحفې یې ورته وړاندي کړې مګر د شاهزادګۍ یوه تحفه هم نه سوه خوښه ځکه چي يوه هم د دې د شرطه سره نه برابره.
تر ټولو آخر د شاهزاده شاهپور وار راغی ده د جېبه څخه یوه د څرمني ټوټه ورته را وایستله شاهزاګۍ ته یې وړاندي کړه وروسته یې ورته ویل شاهزادګۍ دغه د څرمني ټوټه چنداني قیمت نه لري مګر پر دغه څرمن باندي کلمه شریفه لیکلې ده چي د نړۍ تر ټولو خزانو قیمتي ده خو کله چي دغه د څرمني ټوټه بازار ته د خرڅلاو لپاره یو سې نو په یوه یکۍ هم نه ارزي. وروسته شاهزاده شاهپور ویل اوس نو معلومه سوه چي دغه زما تحفې ته که په یوه نظر وګورې نو تر ټولو قیمتي تحفه ده مګر که په بل نظر ورته وګوري نو بیا ډېر ارزانه او بې ارزښته تحفه ده. په میدان کي را ټول سوي ټولو خلکو یو وار چکچکي کړې نارې شروع سوې چي شاهزاده شاهپور یو شرط وګټی. پاچا او شاهزادګۍ وخندل وروسته یې دوهم شرط ورته بیان کړی. ویل په ماڼۍ کي زما یوه خونه ده هیڅ چا ته نه ده معلومه او د ماڼۍ پر لویه دروازه باندي پیره داران ولاړ دي که یې ولیدلې سر به دي غوټ در پرې کړي نو زما دوهم شرط دا دی چي ته به په درې ورځي کي زما خوني ته راځې.
شاهزاده شاهپور فکر وکړی چي دا کار خو امکان نه لري مګر زه باید حوصله د لاسه ور نه کړم کوښښ وبه وکړم ان شاء الله که خدای کول ضرور به بریالتوب ته رسېږم. شاهزاده شاهپور ډېر فکرونه ووهل آخر یې دا پرېکړه وکړه چي زه به ضرور دا شرط پوره کوم وروسته شاهزاده شاهپور د ښار تر ټولو نامتو نجار ته ورغی هغه ته یې ویل چي ته به داسي چرګ راجوړوې چي زه یې په نس کي ځای سم وروسته یې ټول بیان ورته وکړی چي داسي چرګ در څخه غواړم.
نجار پر چرګ کار شروع کړی څلور پنځه ورځي بعد یې شاهزاده شاهپور ته چرګ په لاس ورکړی. شاهزاده نجار ته ډېرې پیسې ورکړې خوشاله یې کړی وروسته شاهزاده شاهپور په چرګ ننوتی نجار چرګ پر آس راواخیست پاچا ته راغی ورته ویل ما دغه د لرګي چرګ جوړ کړی دی خورا ښه آذانونه کوي رقم په رقم بازۍ او نخرې کوي د انسانانو په رقم خبرې هم کوي. پاچا حیرت یووړی ویل دا څه وایې چرګ وګوره د انسانانو په رقم خبري کول وګوره. نجار ویل رښتیا وایم دغه دی تجربه په وکړه چرګ ستا په مخ کي دی. نجار چي کوم وخت چرګ جوړوى لاندي یې سوري ورکړى چي د هوا تګ راتګ پکښي کیږي شاهزاده شاهپور ساه پکښي بنده نه سي مګر دغه سوري ډېر کوچني او پټ وه په اسانۍ سره چا نه سوای لیدلای. کله چي ماښام سو یو دم چرګ اذانونه شروع کړه وروسته یې رقم په رقم بازۍ شروع کړې. پاچا او په دربار کي ناست نور خلک خورا حیران سو ګوته یې په غاښ ورته ونیوله پاچا نجار ته خورا لوی انعام ورکړی په ټوله ماڼۍ کي د چرګ د بازیو اوازې خپرې سوې د شاهزادګۍ یوه مینځه وه هغې ټوله حالات شاهزادګۍ ته بیان کړه.
د شاهزادګۍ په زړه کي هیله پیدا سوه چي کشکي دغه چرګ ما هم لیدلی وای دستي یې خپل پلار ته حال ور واستاوه چي بابا دغه چرګ ما ته راواستوه زه دلته په خپله خونه کي دیغ سولم یو څه به مي سات په تېر سي. شاهزاده شاهپور د چرګ په نس کي ناست وو تر سوریو یې ورته کتل عسکرو چرګ په اوږو کي واخیستى ماڼۍ ته یې دننه کړی یو ګړی بعد یې د شاهزادګۍ خوني ته ور وړی. شاهزادګۍ پر چرګ شاوخوا را وګرځېدله یو ګړی بعد شاهزاده شاهپور د چرګ د نسه څخه راووتی د شاهزادګۍ په مخ کي جیګ ودرېدی. شاهزادګۍ او د هغې مینځي ډېري وبېرېدلې چغې یې کړې پر شا سوې شاهزاده شاهپور شاهزادګۍ ته ویل څنګه شاهزادګۍ ستا دوهم شرط مي پر ځای کي که يا تا ویل هر څوک چي زما خونه په درې ورځي کي پیدا کړي هغه شرط وګټي اوس څه وایې شرط مي وګټی که څنګه؟
شاهزادګۍ د شاهزاده شاهپور په پوهي ډېره خوشاله سوه پاچا هم خبر سو چي شاهزاده خپل ځان د خپلي پوهي او عقلمندۍ په وجه د شاهزادګۍ خوني ته ورسوى. وروسته پاچا اعلان وکړی چي شاهزاده شاهپور دواړه شرطونه پر ځای کړي دي ځکه شاهزادګۍ دې ته راضي سوې ده چي د شاهزاده شاهپور او شاهزادګۍ واده وسو پوره څلوېښت ورځي مېلې وې خوشالۍ جوړي سوې مسکینان راتله ورجي او غوښي یې خوړلې څلوېښت ورځي چي تيري سوې پاچا خپل تخت شاهزاده شاهپور ته پرېښووی پخپله حج ته ولاړی. شاهزاده شاهپور پاچا سو.
هلته د شاهزده شاهپور پلار خپل وزیر د تخته څخه راکښته کړی باچهي یې ځني ونیوله عام ولس د پخواني پاچا د بې عقلیو څخه ډېر په عذاب وو ځکه د وزیر پر خلاف نه ودرېدل. شاهزاده شاهپور چي په دې حالاتو خبر سو دستي یې خپل پوځ سره راټول کړی د وزیر پر باچهي یې حمله وکړه زورور جنګ وسو آخر پای شاهزاده شاهپور په جنګ کي بریالی سو وزیر جنګ بایلوى شاهزاده شاهپور بندي کړی خپل پلار یې د بنده څخه را خلاص کړی. پاچا خپل زوی شاهزاده شاهپور ته ویل زویه دا تا رښتیا ویل حقیقت هم دا دی چي د خدای د زور په مقابل کي انسان هیڅ نه سي کولای زه چي کله نمک حرام وزیر بندي کړم نو دا خبره راته سپینه سوه چي رښتیا هم تا صحیح ویل زه غلط وم اوس مي سترګي خلاصي سوې او دا حقیقت راته معلوم سو چي ازادي څونه لوی نعمت دی بند او قید څونه لوی عذاب دی او بله خبره دا چي خدای د هري ناروغۍ علاج را استولی دی د مرګ علاج نسته هر انسان چي خدای دې دنیا ته را استولی دی هغه بايد مړ سي.
وروسته شاهپور دواړي پاچاهۍ سره يو ځاى کړې او او خلګ يې د پاچا او د وزير له شره څخه خلاص کړل.