سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+ژوند څه شی دی؟ / دولت وزیري

ژوند څه شی دی؟ / دولت وزیري

د ژوند په هکله ډول ډول نظریات او تعریفونه کیږي. څوک ژوند هیلې بولي، ځینې يې هڅې او هاند بولي. ځینې يې د اخرت لپاره د توښې د برابرولو موقع ګڼي او څوک بیا وايې چې ژوند یو نعمت دی، ځکه پر دې دنیا یو ځل او بیا نه تکرار کیدونکی دی.

افلاطون ژوند هڅي بولي او وایې انسان د هڅو په پایله کې خپل ژوند څرنګه چې وغواړي عیارولی شي. ځینې خلک بیا ژوند یواځې تقوا او پرهیزګارۍ ته وايي.

داکتر علی شریعتي وایي: که ژوند خندا ده، نو ولې ژاړو؟ که ژړا ده، نو د خاندا اړتیا څه ده؟ که ژوند، ژوندي اوسیدلو ته وايې، بیا ولې مړه کیږو؟

که ژوند مړينه وي، بیا ژوند په کوم مفهوم؟

که ژوند مینه وي، بیا نفرت ولې وجود لري؟ که ژوند مینه نه ده، بیا نو مینه څه ته وايي؟

ځینې بیا یو قدم مخې ته ځي او ژوند ته د ډرامي لقب ورکوي، وايې د ژوند په ډرامه کې هر څوک لوبیږي. په ډرامه که ښه زياتيږي مانا دا چې ژوند يې ښه او که نه نو د یوه بیکاره لوبغاړي په څیر به يې ژوند هم تریخ وي.

احمد شاه بابا ژوند د باد او روانو اوبو سره تشبه کوي او وايي:

ژوند د باد په څیر تیریږي دریغه دریغه
د اوبو په څیر بهیږي دریغه دریغه

ځیني ژوند ځان پیژندنه ګڼي وايې که دې ځان وپیژانده، خدای ج به وپیژني او چې څښتن تعالا دې وپیژاند په هر څه به حاکم او له هر څه به بې نیازه وي.

همدغه ده چې خدای ج انسانانو ته عقل د ځان پیژندنې لپاره ور په برخه کړې دی. که چیرې د انسانانو سره عقل نه وي بیا خو همغه د رحمان بابا خبره ده چې وايي:

په ادم کې د حیوان خویونه هم شته
بیا هله يې آدم بوله چې آدم شي

ځینې ژوند د ستونزو سره مبارزه بولي او وايې، یواځې بریالي او پر ځان ډاډمن کسان د ژوند د ستونزو سره ډغرې وهلای شی.

ژوند د ژرندې وار ته ورته یو څه دي. هر څوک راځي او په کې خپل وار تیروي.

ځینې ژوند ته د مینې په سترګه ګوري وايې، بې مینې ژوند یواځې لیونیان! کولای شي او بې مینې زړه ته تش کدو وايي.

ژوند په انسانانو پورې اړه لري، که انسان د خدای ج او انسانیت په لاره برابر وي ژوند به ښکلی وي. ځکه وايي:

انسان څومره ښایسته دی، انسان څومره بدرنګه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب