جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: ۱۸ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

د روغتیا نړیوال سازمان: ۱۸ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۹ مه) د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي د روغتیايي خدماتو لپاره په مرستو متکي دي.

دې سازمان نن (د اپریل ۷ م) د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې همداراز ویلي چې د ښه کیفیت روغتیايي خدمات په افغانستان کې یوه اساسي ننګونه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې ویډیو په خپرولو سره د خوندي او باکیفیته درملنې په شمول د وګړو د روغتیايي حق یادونه کړې ده.

دا سازمان سږ کال د روغتیا نړیواله ورځ «زما روغتیا، زما حق» په شعار لمانځي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا “ډبلیو‌ایچ‌او” تر دې مخکې ویلي وو چې سږ کال به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له ننګونو ډک کال وي؛ ځکه چې د دغه سازمان په وینا، اقتصادي ستونزې او په دې برخه کې د پانګونې کموالی مستقیم اغېز لري.

دغه سازمان په مارچ میاشت کې په خپل میاشتني راپور کې لیکلي وو چې د اقلیمي بدلونونو، د سمې او سالمې تغذیې د نشتوالي او ځینو نورو ستونزو له امله په دې میاشت کې شدیدې تنفسي او ساري ناروغۍ او شری زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب