پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهافغانستان بېګا د اختر ورځ ټاکي

افغانستان بېګا د اختر ورځ ټاکي

تاند (دوشنبه، د د حمل ۲۰ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کوچني اختر نېټه به نن ماښام له غونډې وروسته اعلان کړي.

محکمې دې غونډې ته د رسنیو استازي هم ور غوښتي.

د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې د دوی پریکړه به د لیدو مرکزي کمیټې له ارزونو او د سپوږمۍ د لیدو له هڅو وروسته کیږي.

په افغانستان، سعودي عربستان او یوشمېر نورو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې نهه ویشتمه ده، خو لا کره معلومات نشته چې اختر سبا دی او که بله ورځ.

د طالبانو سترې محکمې د روژې په پیل کې هم سره له دې چې سعودي عربستان د روژې میاشت لیدلې وه، روژه اعلان نه کړه، خو نیمه شپه یې چې اکثره خلک په خوب کې و، د روژې اعلان وکړ او وې ویل، د کندهار میوند کې سپوږمۍ لیدل شوې ده.

د سعودي عربستان سترې محکمې هم د رویت هلال له کمیټې او خلکو غوښتي چې نن ماښام د سپوږمۍ د لیدلو هڅه وکړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی د روژې او اختر د اعلان په اړه خپله لاس په کار شول.

د دوی دا کار یو شمېر خلک وستایه او د خود ارادیت هڅه یې وګڼله، خو منتقدانو یې وویل چې طالبان په تش لاس او له ساینسي او مسلکي پوهې د نا محرومو کلیوالو ملایانو په وسیله دا کار نه شي کولای او هسې د ځان ښودنې هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب