شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد بریدونو له وېرې کابل رژیم خپلو ځواکونو ته د معاشونو د...

د بریدونو له وېرې کابل رژیم خپلو ځواکونو ته د معاشونو د جلا وېشلو خبر ورکړ

تاند (دوشنبه، د د حمل ۲۰ مه) په کندهار کې د روانې میاشتې له خونړي ځانمرګي برید وروسته، چې له نوي کابل بانک څخه د طالبانو د کارکوونکو د معاش اخیستو پر مهال ترسره شو؛ د طالبانو رژیم خپلو ځواکونو ته په جلا ډول د معاشونو د وېش اعلان کړی.

د دوی مالیې وزارت ویلي، چې د نظامي ادارو منسوبینو ته به نور د هغوی په اړوندو ادارو کې دننه، د کابل بانک د څانګو لخوا معاشونه وېشل کیږي.

په کندهار کې له یاد شوي برید وروسته، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست، اوازه ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده له خپل استوګنځي څخه د لویو محافظتي دېوالونو د جوړولو امر هم کړی.

د تېرې مارچ میاشتې په ۲۱مه داعش په کندهار کې د نوي کابل بانک پر څانګه یوه برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او شاوخوا پنځوس نور یې ټپیان کړل.

په دوی کې یې اکثره د طالبانو د نظامي ادارو اړوند کسان یاد شوي.

مالیې وزارت دغه وضاحت نه دی ورکړی چې د ولایتونو ملکي ماموران څنګه او له کومو ځایونو خپل معاشونه ترلاسه کولای شي.

پر بانکونو، د حکومتي مامورینو د معاش اخیستو پر مهال د بریدونو تکتیک اوسنیو واکمنو طالبانو په افغانستان کې پیل او څو ځله یې په جلال اباد او یو شمېر نورو ښارونو کې هغه مهال د بانکونو ودانۍ د ځانمرګو بریدونو هدف وګرځولې، چې امنیتي ځواکونو ترې معاشونه اخیستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب