شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ورځپاڼه: اسلام اباد پر افغان طالبانو د نړیوال فشار راوړلو لابي...

پاکستاني ورځپاڼه: اسلام اباد پر افغان طالبانو د نړیوال فشار راوړلو لابي پيل کړې

تاند (دوشنبه، د د حمل ۲۰ مه) د پاکستان استخباراتي شبکې ته نږدې ورځپاڼې( ایکسپریس ټریبیون) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د واکمن طالب رژیم خلاف د نړیوالو فشارونو د لابي کولو هڅې پيل کړې دي.

سرچینه زیاتوي: په دې ترڅ کې پاکستاني دیپلوماتانو له بېلابېلو بهرنیو لوریو سره د تحریک پاکستان طالبان یا ټي ټي پي د خطر د جدي والي بحثونه پيل کړي.

ویل شوي، چې پاکستان بېلابېلو بهرنیو دیپلوماتانو ته ویلي، چې ټي ټي پي له داعش سره د خطر په شدت کې یو شان دی او هماغسې وېره ورڅخه په کار ده، لکه داعش نه چې موجوده ده.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان د دغو هڅو په ترڅ کې، پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم د ټي ټي پي کوربه او ملاتړ ګڼلی او پرې د فشارونو د زیاتیدو غوښتنه یې کړې ده.

پاکستاني چارواکو مخکې خپله هم په ښکاره دا ډول تورونه زیات مطرح کړي، خو کابل کې واکمن رژیم رد کړې چې ګواکې له ټي ټي پي سره اړیکې یا یې افغان خاوره کې کوربه توب او ملاتړ کوي.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر همدا روانه اوونۍ هم کابل کې یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو سره د ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې د دوی تر واک لاندې د افغانستان خاوره د هیڅ کوم هېواد خلاف نه کارول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب