Homeخبرونهد پاکستان د سوداګرو د ټولنې ريیس وايي، له افغانستان سره موافقې...

د پاکستان د سوداګرو د ټولنې ريیس وايي، له افغانستان سره موافقې نه شي کېدای

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۰ مه) د پاکستان د ملي سوداګرو د ډلې او د سوداګرو د ټولنې رييس زاهد حسین وايي، داسي نه شي کېدای چې چینايي پانګوال په افغانستان کې امن خو په پاکستان کې ناامنه وي.

ده د افغانستان د طالبانو حکومت د «ترهګرو» په ملاتړ تورن کړ، ویې ویل چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

زاهد حسین زیاته کړه، په داسي شرایطو کې له پاکستان سره د سوداګري موافقو په اړه د کابل تمې له حقیقتونو سره سر نه شي خوړلی.

د پاکستان د سوداګرو د ټولنې ريیس وايي، په داسي حال کې چې چینايي پانګوال په افغانستان کې خوندي او امن ګرځي، په پاکستان کې ناامن دي او نه یوازې بهرني بلکې کورني پانګوال هم د ترهګرو له لوري ګواښل کېږي.

د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بنک) کابو درې میاشتې پخوا اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ په تېرو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات په سلو کې ۷۲ لږ شوي دي.

له بلې خوا د پاکستان له لارې افغانستان ته د تجاري مالونو واردات او صادرات د پام وړ کم شوي دي. افغان سوداګرو د پاکستان د لارو پر ځای د ایران لارو ته مخه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. مونږ څوځلې ویلي دي ، چې پنجاب په خپلو دوه اړخیزو او نړیوالو تعهداتو نه دریږي . دوی منافقین دي ، وایی یوڅه او کوي بل څه.
    دغه ماشوم تش په نوم هېواد لا په سیاست کې د ماشومانو خوی او خاصیت لري ، یوه شیبه خوشحاله وي ، او لږ وروسته بیا مرور.
    افغان سوداګرو ته توصیه کیږي چې د پنجاب پرځای نورو بدیلو لارو ته مخه کړئ . ترڅو نړیوال ضمانت درنکړي ، نور له پنجابیانو سره سوداګري او تجارت بند کړي .

  2. ځه ستا اورته د فرنګي یهودي خبیث وغیم ددغو ټولو بدبختیو زیږونکي تاسي تورغري د فرنګي چیچیان کافرستانیان یاست.تاسي او اسرائيل یو نسل یو چا جوړ یاست تف لعنت په تاسي 😡🤮🐖

  3. دغه ستاسي په لاسو کرل سوي ګلان دي که زه د طالب په ځای وای د تل لپاره مي تورخم سپین بولدک او ټولې لارې بندولې. چرګ کم غول یې کم تورغرې ستا او ستا مشر ورور لعنتي اسرائیل د ورکې وخت رارسیدلئ 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...