شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهافراسیاب خټک: طالبان یو طالبان دي، په افغان او پاکستانیانو وېشل یې...

افراسیاب خټک: طالبان یو طالبان دي، په افغان او پاکستانیانو وېشل یې استخباراتي لوبه ده

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۰ مه) مشهور ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وايي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالبانو په نوم ډله پاکستان رامنځته کړې او دا ډله دواړو خواوو ته یوه ډله ده.

نوموړي په یوه مرکه کې وویل، چې دغه ډله له پيله په یوه ایډیالوژي، له یوه کس سره د بیعت پر اساس او د یو ډول موخو لپاره رامنځته شوې ده.

خټک زیاتوي، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په نوم د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې د طالبانو مطرح کول او لوبول د پاکستان د پوځ او استخباراتو یوه پېچلې لوبه ده.

هغه پوښتنه کوي، چې که دا د پاکستان عجیبه لوبه نه وي، حیرانوونکې ده چې دغه هېواد له خپل ټول قوت سره د ټي ټي پي په نوم تبلیغ شوي څو زره وسله وال مهار او کنټرول نه کړای شي.

افراسیاب خټک دا هم وایي، چې پاکستان د ټي ټي پي تر څنګ په نویو استخباراتي لوبو کې داعش ډله هم را مخته کړې او نه ده معلومه، چې پایله به یې څه را باسي.

نوموړی د دې ترڅنګ له ټي ټي پي څخه د پاکستان د پوځ اندېښنې او د دغې ډلې ځینې کړنې، چې د پاکستان له کنټروله ځان ازاد ښيي، د لوبې ګونګ اړخ یادوي.

ښاغلي خټک او نورو پښتنو ملتپالو مخکې باور درلود، چې ټي ټي پي د پښتنو ملتپالو ډلو د ځپلو لپاره پښتونخوا کې رامنځته شوې، خو اوس وایي چې دغه ډله او تر شا یې استخباراتي لوبغاړي د وخت له تېریدو سره د لوبې نوي اړخونه برسېره کوي.

په افغانستان کې واکمن طالب رژیم بیا له ټي ټي پي سره د اړیکو او ملاتړ ادعاوې مخکې رد کړي او ویلي، چې پاکستان دې له دغې ډلې سره د خپل امنیت په تړاو د سولې خبرې وکړي.

1 COMMENT

  1. PAKISTAN LIKE TO DO BUSINESS WITH AMERICA,
    1 FIRST PAKISTAN GET MONEY FROM AMERICA TO SUPPORT AFGHAN TALIBS,
    2-NOW WANT TO GET MONEYAND WEAPONS FOR CONTROL OF TTO&BAL&ISIS ,,,,MORE
    TERRORISM IS ONE SOURCE OF INCOME FOR PAKISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب