شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسعودي او کابل دواړو چارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

سعودي او کابل دواړو چارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۰ مه) په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم او د سعودي عربستان حکومت دواړو د چارشنبې ورځ د کوچني اختر د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړه.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی د سترې محکمې له قوله لیکلي:سبا ورځ په افغانستان کې د روژې مبارکې میاشتې دیرشم تاریخ دی، بله ورځ چهار شنبه به ان شاءالله د کوچنی اختر لومړۍ ورځ وي.

د طالبانو له اعلان څخه څو ساعته مخکې، په سعودي عربستان کې حرمین شریف پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي دي چې نن په سعودي عربستان کې نوې میاشت ونه لیدل شوه نو ځکه کوچنی اختر به د وري یا حمل په ۲۲مه وي.

د طالبانو سترې محکمې د روژې په پیل کې هم سره له دې چې سعودي عربستان د روژې میاشت لیدلې وه، روژه اعلان نه کړه، خو نیمه شپه یې چې اکثره خلک په خوب کې و، د روژې اعلان وکړ او وې ویل، د کندهار میوند کې سپوږمۍ لیدل شوې ده.

د سعودي عربستان سترې محکمې هم د رویت هلال له کمیټې او خلکو غوښتي چې نن ماښام د سپوږمۍ د لیدلو هڅه وکړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی د روژې او اختر د اعلان په اړه خپله لاس په کار شول.

د دوی دا کار یو شمېر خلک وستایه او د خود ارادیت هڅه یې وګڼله، خو منتقدانو یې وویل چې طالبان په تش لاس او له ساینسي او مسلکي پوهې د نا محرومو کلیوالو ملایانو په وسیله دا کار نه شي کولای او هسې د ځان ښودنې هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب