سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالب وزیر د چین سفیر ته؛ د افغانستان او چین نښلونکی واخان...

طالب وزیر د چین سفیر ته؛ د افغانستان او چین نښلونکی واخان سړک به ژر بشپړ کړو

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه)  د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لپاره د طالبانو د رژیم وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په افغانستان کې د چین له سفیر جاو شینګ او مل پلاوي سره د واخان سړک له لارې د افغانستان او چین د نښلولو په اړه خبرې کړې دي.

د هغه مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لومړی د چین د سفیر له قوله ویلي، دوی له ټولو اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول افغانستان سره ښې اړیکې لري او د پراختیايي او بنسټيزو پروژو په پرمختیا او بیارغونه کې له افغانانو سره همکار دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا محمد یونس اخندزاده د واخان سړک د جوړېدو په اړه ویلي، “د چين هېواد تر سرحده يې لومړنې کارونه د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري پيل شوي چارې يې په چټکۍ سره روانې دي او ژر دی چې همدا خام سړک به د چین هېواد تر سرحده ورسیږي. “.

سرپرست وزیر یاد سړک د دواړو هېوادونو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې چین به د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا سره وصل شي.

1 COMMENT

  1. محمد نادرشاه د محمد یوسف خان زوى او یحیی خان لمسې واقعآ چې، ډیر هوښیار سړي وو. نوش جان دی سي. د لویې پکتیا خلک یې استعمال کړل او د سقاو زوى یې پرې خلع صدري کړ. او د ده کورني ٤٠ کاله د تاج او تخت پر مسند کیناستل. عجیبه دا چې د شمالي خلکو دښمنې له پکتیاوالو سره تر اوسه په ټول زور او طاقت په خپل ځان ولاړه دئ. جهاني صاحب ، ته وریادول غواړم چې نادر شاه د سقاو زوى ته په قرآن کې لاسلیک وکړ چې، نه به اعدامېږي، او په قرآن کې له امضا سره یې د سقاو زوى اعدام کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب