پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد افغان سوداګرۍ لپاره د پاکستان د بدیلو لارو پر موندلو په...

د افغان سوداګرۍ لپاره د پاکستان د بدیلو لارو پر موندلو په لوړه کچه د هڅو اعلان

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې په لوړه کچه یې د افغان سوداګرۍ لپاره د پاکستان د بدیلو لارو پر موندلو هڅې پيل کړې دي.

د یاد شوي وزارت ویاند اخوند زاده عبدالسلام جواد ویلي، چې په دې تړاو د دوی د وزیر عزیزالدین نوري په مشرۍ یوې کمېټې غونډه کړې او ټینګار یې کړی چې د بدیلو لارو د موندلو هڅې دې چټکې شي.

سرچینه د نوري له قوله وایي، چې د افغان سوداګرۍ لپاره د نورو لارو موندل له پاکستان سره د اړیکو خرابولو یا مخ اړولو په مانا نه دي؛ بلکې دوی خپل حق ګڼي چې افغان سوداګرو ته د اسانه او ښې سوداګرۍ لارې چارې زیاتې کړي.

معلومه نه ده، چې طالب چارواکي به د بدیلو لارو په توګه پر کومو تجارتي لارو هوکړې ته ورسیږي.

پاکستان وار د مخه، طالب چارواکو سره د ترینګلو اړیکو په دلیل خبرداری ورکړی و چې هند سره به د افغانستان د سوداګرۍ لارې وتړي.

دا خبرداری، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف څه موده مخکې ورکړ.

نور خبرونه څرګندوي، چې په وروستیو کې د طالبانو چارواکو د جمهوري نظام پر مهال له سیمې سره د ایران چابهار بندر ته له جوړې شوې لارې د زیات کار اخیستو لېوالتیا موندلې.

د طالبانو یو اقتصادي پلاوی څه موده مخکې یاد شوي بندر ته په سفر ورغلی او ایراني چارواکو ته ویلي وو، چې په بندر کې د اقتصادي دفتر د پرانیستې او شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالره پانګونې زمینه ورته برابره کړي.

یو شمېر افغان سوداګر هم چابهار بندر د هند او ایران په ګډون ګڼو سیمه ییزو هېوادونو سره د دوی د ارزانه او اسانه سوداګرۍ ښه فرصت ګڼي او ورسره د اړیکو او اسانتیاوو د زیاتیدو غوښتنه لري.

له پاکستان څخه بیا د سوداګرو شکایت دا دی، چې وخت په وخت له سوداګرو د سیاسي ترینګلتیاوو غچ اخلي، پر سوداګریزو کاروانونو یې لارې تړي، اضافي ټیکسونه اخلي او هم د ویزو او پاسپورټونو په پلمه د تجارتي کاروانونو منسوبینو ته ستونزې جوړوي.

3 COMMENTS

  1. AFGHAN BUSINESSMEN MUST BE SMART AND STOP BUSINESS WITH PAKISTAN,
    MUST GIVE FUNISHMENT TO ALL WHO BRING PAKISTANI FRUITS/CHICKEN MEAT/FISH AND OTHER FAKE SUPPLIES LIKE MEDICINES,
    FIRS USE AFGHAN PRODUCTS LIKE CHICKEN MEAT FISHES AND SECOND STEP EMPORT GOOD SUPPLIES FROM IRAN AND INDIA
    THANKS

  2. که چیرې افغان سوداګر د پنجاب غلامان نه وي باید له دغې ګټې تیر او له کافرستانه پرته له نورو لارو تجارت وکړي. د تورغري تر ګټه ورته مرګ شرف لري. چرګ کم غول یې کم. کافرستان د ورکې په حال کې ده.

  3. تاند لکه چې له یو بل لوفر سره مخ شو. پاچا هم لوفر شو. په ځان یې نوم پاچا ایښی خو خبرې یې د سقاو دي. خرکوسه که نادرشاه بابا له سقاو نه خلاص کړی نه وای تر اوسه به سقاویانو درباندې واکمن و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب