یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتایوان کې زلزله؛ سلګونه تنه ټپیان شوي

تایوان کې زلزله؛ سلګونه تنه ټپیان شوي

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه)  له ټایوان څخه د نن سهار د زورورې زلزلې له امله په لومړنیو راپورونو کې لږ ترلږه د  ۴ تنو د وژل کېدو او څه باندې ۷ سوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

 . د رویټرز د راپور له مخې، دا زلزله د ریشتر په کچه ۷.۲ درجې د ټایوان په ختیځ کې شوې او مرکز یې د هوآلین ښار وو.

په ورته وخت کې چې دا زلزله وشوه، د جاپان په سویل او فیلیپین کې د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی.

ویل کیږي چې دا په دې هیواد کې په تیرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو قوي زلزله وه.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ټایوان په هوالین سیمه کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې او په پلازمېنه تایپي کې د زړو او ځینو نویو ودانیو تیږې جلا شوې دي.

په ټول ټایوان کې د اورګاډي شبکې او په تایپي کې ترځمکې لاندې مترو کار پریښی دی.

ویره ده چې د دې سختې زلزلې، چې له کبله یې څونامي هم راغلې، د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب