جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان د یو شمېر افغانانو په ګډون ۱۲ تنه پر چینایي انجینرانو...

پاکستان د یو شمېر افغانانو په ګډون ۱۲ تنه پر چینایي انجینرانو د ځانمرګي برید په تور نیولي

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه) پاکستاني چارواکو ویلي، چې د یو شمېر افغانانو په ګډون یې ۱۲ تنه د پښتونخوا په شانګله کې پر چینایي انجینرانو د وروستي ځانمرګي برید په تور نیولي.

یو شمېر دغو چارواکو ای ایف پي اژانس ته په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو تایید کړې یې ده چې نیول شویو کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.

تر دې مخکې د پاکستان چارواکو تور پورې کړی و، چې پر چینایي انجینرانو د ځانمرګي برید ترسره کوونکی یو افغان وګړی و.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم هم د دې برید او هم نورو پاکستاني نا امنیو تر شا د افغان وګړو او خاورې د استعمال ادعاوې بې اساسه ګڼلې وې.

پر چینایي انجینرانو چې د پښتونخوا د اوبو دوه بندونه یې جوړول، شاوخوا لس ورځې مخکې ځانمرګي برید کې ۵ تنه دغه انجینران او یو پاکستانی موټر چلوونکی یې ووژل شول.

د دغو چینایي انجینرانو له وژل کېدو وروسته، چینایي قراردادیانو د پښتونخوا د ۲ بندونو د جوړولو چارې ودرولې.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې بیا په بلوچستان ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو. چاودنه هغه موټر ته څېرمه وشوه، چې چینايي او پاکستاني انجنیران یې لېږدول او تر پېښې وروسته چینايي کمپنیو خپل کارونه وځنډول.

تر هغه وروسته  پاکستان د سیپک (CPEC) یا د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د اړوندو پروژو امنیتي تدابیر سخت کړل.

پاکستاني چارواکو هم مخکې او هم اوس چین ته ډاډ ورکړی، چې د یادو بریدونو عاملان به نیسي او سزا به ورکوي، خو څارونکي او خپله یو شمېر پاکستاني منتقدان باور لري، چې د دغه هېواد بنسټونه او حکومت په امنیت راوستو کې ناکام شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب