جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهملا عمري پاکستان ته؛ مخالفانو سره مو وغږیږئ، په زور یې نه...

ملا عمري پاکستان ته؛ مخالفانو سره مو وغږیږئ، په زور یې نه شئ ختمولی

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ملا محمدنبي عمري له پاکستانه غوښتي، چې خپلو وسله والو مخالفانو سره وغږیږي.

نوموړي په خوست کې د تېر ماښام د روژه ماتي په مناسبت لویو مراسمو ته د وینا پر مهال دا هم ویلي، چې که د پاکستان پوځ هر څومره لوی شي، خپل وسله وال مخالفان نابودولی نه شي.

هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي: «پاکستانه زموږ د تجربې مطابق نور علم غيب الله ته دی، ستا به يو ميليون پوځ وي، چې لس ميليونه پوځ دې نور شي دا مخالفين والله که يې ورک کړې. دغه وروڼه چې دوی سره جنګيږي، دوی که جهاد ورته وايي يا جنګ ورته وايي، د دوی په کارونو کې موږ مداخله نه کوو، دوی ته مو هم مشوره دا ده چې د خپل نظام سره په جنګ يې، که سل کاله ته وجنګېږې د خپل نظام سره، بيا هم په تا قسم کړې چې ده ته سقوط ورکړې.»

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي، چې افغانستان تر بل هر وخته اوس له ښه امنيت څخه برخمن دی، خو په وینایې، وېره شته چې په پاکستان کې روانه ناامني يې شته امنيت ته ګواښ پېښ نه کړي.

د طالبانو رژیم تر دې مخکې هم له پاکستانه غوښتي وو، چې خپلو وسله والو مخالفانو په ځانګړي ډول د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټي ټي پي سره په خبرو خپلې ستونزې حل کړي.

په دې ترڅ کې څو ځلې طالب رژیم د ټي ټي پي او پاکستاني حکومت د خبرو منځګړتوب هم وکړ، خو دا خبرې ناکامه او پاکستان د یادې ډلې په ځپلو ټینګار وکړ.

ځینې څارونکي د یادو خبرو په اړه د طالب رژیم منځګړتوب، له ټي ټي پي څخه د دوی د کوربه توب د ثابتولو تېروتنه ګڼي او یادې ډلې سره د پاکستان د خبرو غوښتنه هم د طالب چارواکو بله تېروتنه یادوي.

1 COMMENT

  1. دا خبري دی خپل بادار ته د اختر تحفه وګنړو او که څه؟
    د رزیل پنجاب ناجایزه پرکټیه تا ولې خپلو افغانانو سره سوله نه کوله؟ د افغانانو په قتل نه خوابدې کیدئ خو د تورمخې پنجابي په درد خوږیږي. الله ج مو تباه او برباد کړه چې بیا مو تخم هم څوک پیدا نکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب