جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهای ایس آی څخه تر شکایت وروسته د پاکستان د سترې محکمې...

ای ایس آی څخه تر شکایت وروسته د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو ګواښل کېدل

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه) پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د سترې محکمې ۷ قاضیانو ته په یو ډول مرموزو پوډرو لړل شوي لیکونه استول شوي.

ویل شوي، چې دغه لیکونه د یوې نامعلومې ښځې او مېړه له لوري یې لیږل شوي، چې له پرانیستلو وروسته یې د قاضیانو سترګې او مخ سوی شروع کړی او ژر یې مخونه وینځلي.

معلومه نه ده، چې د دې پېښې تر شا څوک لاس لري، خو قاضیانو ویلي چې له دې امله یې پولیسو ته شکایت کړی او څېړنې پيل شوې دي.

تر دې مخکې، یادو قاضیانو د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس آی څخه د دوی په چارو کې د لاسوهنې شکایت کړی و.

د پاکستان سترې محکمې د یاد شوي شکایت د ارزونې امر کړی و.

ویل کیږي، چې له تازه پېښې وروسته د یاد شوي شکایت ارزول هم ځنډیدلي دي.

د پاکستان پوځ او استخبارات د دغه هېواد د واک اصلي څښتن ګڼل کیږي او د پاکستان له جوړیدو تر ننه یې تل حکومتونه او بنسټونه په خپل کنټرول کې ساتلي او وخت پر وخت یې نسکور کړي دي.

په وروستیو کې د پاکستان د دغو اصلي واکدارانو خلاف څرګندونې پيل شوي، چې ځینې یې د دغه هېواد د ولسواکۍ په ګټه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب