سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونههېواد ته د دوو پخوانیو پولیس چارواکو بېرته ستنېدل

هېواد ته د دوو پخوانیو پولیس چارواکو بېرته ستنېدل

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه) له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د رژیم د تماس کمېسیون ویلي، چې دوه پخواني پولیس چارواکي د دوی په هڅو له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

یاد شوي کمېسیون په خپله اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان برید جنرال راز محمد مندوزی د دغه کمېسیون له لارې، له ترکیې څخه خپل هېواد ته راستون شو.

همدا شان ویل شوي، چې په کندوز کې د محلي پولیسو پخوانی عمومي آمر عبدالغفار مومند هم د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې، له ایران څخه خپل هېواد ته راستون شو.

طالب چارواکو مخکې د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته د شاوخوا ۶ سوو پخوانیو دولتي منسوبینو د ستنېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو منتقدان بیا د دوی دا کمېسیون نمایشي او له غیر طالب څېرو سره د طالب رژیم د تعامل لېوالتیا په نشت حساب ګڼي.

د دوی په باور، طالبانو په هېواد کې پاتې پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو له هغې ډلې: حامد کرزي، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او نورو سره هم ښه چلند ونه کړ او په سختو قیوداتو کې یې وساته، چې هېواد ته یې د بهر مېشتو افغان سیاسي څېرو ستنېدل ستونزمن کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب