Home+سږ کال ۱۴۱ میلیادران ډېر شوي

سږ کال ۱۴۱ میلیادران ډېر شوي

تاند- د فوربس مجلې د  نړۍ د میلیاردرانو  په کالني راپور کې د ۲۰۲۳ کال پرتله سږ کال د میلیاردرانو شمېر زیات شوی او له بلې خوا اوسني میلیاردران تر بل هر وخت زیات شتمن شوي دي.

د نویو میلیاردرانو په منځ کې، چې په دې لیست کې زیات شوي، د پاپ موسیقۍ د ستورې ټایلر سویفټ، د مصنوعي ذهانت د مخکښ شرکت (اوپن اي آی) رييس سام الټمن هم لیدل کېږي.

د فوربس پر اساس، اوس د تېر کال پرتله د نړۍ د میلیاردرانو  په شمېر کې ۱۴۱ تنه نور ډېر شوي او ټولټال شمېر یې ۲۷۸۱ تنو ته رسیدلی دی.

ټایلر سویفټ

د دوی ټولو شتمني د ۱۴ اعشاریه ۲ تریلیون ډالرو برابره ده چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۲ تریلیون ډالره ډېره شوې ده.

تر ټولو ډېر میلیاردران په امریکا کې دي چې شمېر یې ۸۱۳ ته رسیږي، په چین کې د میلیاردرانو شمېر ۴۷۳ او په هند کې ۲۰۰ دی چې دا د دواړو هیوادونو لپاره ریکارډونه ګڼل کېږي.

سږ کال تر ټولو ستر میلیاردر برنار ارنو او کورنۍ یې ده چې خالصه شتمني یې ۲۳۳ میلیارد ډالره ده.

ایلن مسک، چې د نړۍ تر ټولو ستر میلیاردر و، اوس یې خالصه شتمني ۱۹۵ میلیارد ډالره ده او د نړۍ دوهم ستر میلیاردر ګڼل کېږي.

د امازون بنسټګر جیف بیزوس د ۱۹۵ میلیارد ډالره شتمنۍ په لرلو درېیم ستر میلیاردر دی. د فیسبوک بنسټګر مارک زاکربرګ د ۱۷۷ میلیارد ډالره شتمنۍ په لرلو څلورم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...