Homeخبرونهد ملا برادر دفتر: د ۱۱ میلیارده افغانیو پروژې مو منظورې کړې

د ملا برادر دفتر: د ۱۱ میلیارده افغانیو پروژې مو منظورې کړې

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ؛ نن د دوی د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت، د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل.

 د ملا برادر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دوی د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور شول؛ د څلورو لغوه او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

سرچینه زیاتوي: په منظور شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، د کونړ – نورستان سړک د تخریب شویو ساحو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د دوی منتقدان بیا نیوکه لري، چې د منظوریدونکو پروژو د تدارکاتي طی مراحلو په اړه روڼتیا نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...