چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان خپل ملي هوايي شرکت لیلاموي

پاکستان خپل ملي هوايي شرکت لیلاموي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۱۵ مه) د پاکستان حکومت د خپل هیواد ملي هوايي شرکت (پي آی اې) لیلاموي.

حکومت ویلي چې نه یوازې پي آی اې بلکې یو شمېر نورې دولتي ادارې هم، چې په تاوان روانې دي، پلوري.

پاکستان تر دې مخکې هم خصوصي سیکتور ته د پي آی اې د سپارلو خبره کړې وه خو د پي آی اې د کارکوونکو اعتصابونه او اعتراضونه سبب شول چې دا کار وځنډوي.

د پاکستان حکومت غواړي په دې توګه له یوې خوا له تاوان څخه ځان خلاص کړي او له بلې خوا پورونه کم کړي.

پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد د ریللارې اداره له دې سره سره چې د پاکستان ټولو سیمو ته یې ریلګاډي سپرلۍ وړي راوړي، په تاوان روانه ده. د تاوان اصلي دلیل فساد ښودل کېږي.

د پي آی اې د لیلام په خبرتیا کې ویل شوي چې د دې هوايي شرکت د الوتکو او نورو شتمنیو ارزښت ۵۷ میلیارد روپیو ته رسیږي.

د پي آی اې د ټولو دایمي او رسمي کارکوونکو شمېر  ۷۲۰۰ دی او پر دې سربېره یو شمېر نور کارکوونکي لري چې دایمي نه دي.

د دې شرکت کارکوونکي اندېښنه لري چې که پي آی اې هوايي شرکت وپلورل شو، اخیستونکی به اکثره کارکوونکې له دندې ګوښه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب