شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد مسکو پر یوه هال برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د مسکو پر یوه هال برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) روسي رسنۍ وايي چې مسکو ته څېرمه د کنسرت پر یوه سالون په وسله وال برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا، په دې برید کې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر وي.

راپورونه وايي چې څلور تنه، چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، د کنسرت هال (سالون) ته ننوتل او ډزې یې بیل کړې.

په خپرو شویو ویدیوګانو کې لیدل کېږي چې د کنسرت له سالونه لوګي پورته کیږي او داسي ښکاري چې ټولې ودانۍ اور اخیستی وي.

تاس خبري اژانس هم وايي چې د کنسرت هال په اور کې سوځي او له چت څخه یې اور لمبې پورته کیږي.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د روسیې د باندنیو چارو وزارت وايي چې دا یو تروریستي برید دی.

د روسی رسنیو پر اساس، په هال کې غالباً تر ۶۲۰۰ زیات کسان موجود وو ځکه چې د «پیک نیک» په نوم د موسیقۍ د ډلې د کنسرت دلیدلو لپاره همدومره ټکټونه پلورل شوي وو.

وروستی خبر: داعش ډلې اعلان وکړ چې د مسکو برید دوی کړی دی.

1 COMMENT

  1. په مطبوعاتی راپورونو کې ادعا شوي چې نیول شوي کسان د تاجکستان اوسیدونکي دي. د ټانډ په لوستونکو کې یو مجهول کس د (غلام حضرت) په مستعار نوم چې د داعش غړي ښکاري په خپله تبصره کې د داعش دغو نیول شویو قاتلینو او جنایتکارانو ته د تاجکستان “مبارزین” خطاب کوي. د ټولو مسلمانانو او په ټوله کې د ټول بشریت دا وظیفه ګنړل کیږي چې دی دغو مردودو تکفیري عقایدو مخه ونیسي. دا تکفیري خوارج او پلویان یې باید تر امنیتې او حقوقي څار لاندې ونیول سي. له دې نه وړاندي چې دا رزیل د بشریت ضد عمل باندې لاس پورې کړي باید امنیتې ادارو ته ور وپیژندل سي. په امریکا کې میشت افغانان باید خپل اسالت په ځاې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب