یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد کندهار په پېښې د امرالله صالح خاموشي او د مسکو پېښې...

د کندهار په پېښې د امرالله صالح خاموشي او د مسکو پېښې ته غبرګون

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، چې په کندهار کې د ۴ شنبې ورځې په ځانمرګي برید چوپه خوله و؛ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د کنسرت یوه صالون ته څېرمه پر شوي برید غبرګون وښود.

صالح په خپله ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې په دې اړه په روسي او انګلیسي ژبو خواشیني خپره کړې او دا پېښه یې غندلې ده.

امرالله صالح د خپل پيغام په یوه برخه کې دا هم ویلي، چې د مسکو برید د طالبانو هغو بریدونو ته ورته دی، چې له واکمنیدو مخکې یې د جګړې پر مهال په افغانستان کې ترسره کول.

د مسکو پېښه

د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو ته نژدې د کنسرت په یوه سالون کې د دغه برید له امله چې ویل کیږي د شاوخوا ۵ تنو له لوري ترسره شوی، لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او تر سلو نور ټپیان دي.

اټکل کیږي، چې د دې پېښې مرګ ژوبله ښایي نوره هم زیاته شي.

د روسیې استخباراتو دا پېښه یوه تروریستي حمله بللې ده خو تراوسه د پېښې پړه کوم کس یا ډلې نه ده منلې.

د کندهار پېښه

د کندهار د ۴ شنبې ورځې په انتحاري حمله کې شاوخوا ۲۱ تنه ووژل شول او ۵۱ نور ژوبل شول.

Kandahar Explosion
د کندهار د پېښې یوه څنډه

 د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له حملې وروسته وویل چې دا برید خوارجو کړی چې منظور یې داعش و.

داعش په خپله هم اعلان وکړ چې دا برید دوی کړی او هدف یې طالب ځواکونه وو خو ټولې نښې ښيي چې په برید کې عادي مامورین چې په روژه کې د معاش د اخیستو لپاره د کابل بانک څانګې ته تللي وو، وژل شوي دي.

صالح او روسیه

د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته، د امرالله صالح په اړه ویل کیږي چې روسیې ته په ځانګړي ډول ډېر نیږدې شوی او دغه هېواد سره یې راشه – درشه هم شته.

هغه په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د دوی لویه تېروتنه د روسیې په محوریت د افغانستان د سولې بهیر د ملتیا پر ځای پر لویدیزو قدرتونو تکیه وه.

د صالح او د طالبانو د ورته نورو مخالفانو منتقدان بیا باور لري، چې نه پر بهرنیو قدرتونو د طالبانو او نه یې د مخالفانو تکیه معقول کار دی او نه به دوی او افغانستان ته ښې پایلې ولري.

1 COMMENT

  1. په ورکړې سوغۍ او دغه خبیث اشرار پښیمان دی؟ ای رذیله د خپل ولس په درد به د هم خواخوږي ښودلې وه. 😡په دغه به لا ذلیله سي مرتده سوډره 🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب