یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا ملت پال د کابل رژیم ته؛ اسلام اباد سره ناندرۍ...

د پښتونخوا ملت پال د کابل رژیم ته؛ اسلام اباد سره ناندرۍ کې پښتانه مه قرباني کوئ

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) د پاکستان تر واک لاندې پښتونخوا کې یو شمېر ملتپالو پښتنو د کابل او اسلام اباد روانو ناندریو ته غبرګون ښودلی او د کابل له طالب رژیم څخه یې غوښتي، چې په دغو ناندریو کې پښتانه قرباني نه کړي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا عمومي سکتر سردار حسېن بابک له طالبانو غوښتي، چې د دغو ناندریو په اړه پر خپل دریځ غور وکړي.

د ده په وینا، طالب رژیم باید په روان وضعیت کې له اسلام اباد څخه بغاوت وکړي، نه دا چې په خپلو کړنو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته ځاني او مالي زیانونه واړوي.

د بابک او یو شمېر نورو ملتپالو دا غوښتنه داسې مهال ده، چې د تېرې دوشنبې په شپه د پکتیکا او خوست پر یو شمېر سیمو د پاکستان د جټ الوتکو له بریدونو وروسته، د طالبانو د رژیم ځواکونو د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو د برید او هغوی ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

له دغه برید څخه وروسته، د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق په یوه وینا کې خبرداری ورکړ، چې که دوی د پاکستان د بریدونو غبرګون کې اسلام اباد په نښه نه شي کړای؛ ځانته په سل مترۍ کې خو به هیڅوک هم ژوندي پرې نه ږدي.

له دې خبرو تعبیر دا شوی، چې طالب رژیم د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې پښتانه د ناندریو د دوام په صورت کې، د احتمالي غچ اخیستنو لپاره په نښه کوي.

په ورته وخت کې، په دې اړه هم نیوکې شته چې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې پښتانه ملتپال باید نه یوازې د طالبانو د داسې کړنو؛ بلکې د پاکستان د پښتون ضدو کړنو په اړه هم غږ پورته کړي.

د پاکستان تر واک لاندې پښتانه چارواکي تل او په ځانګړي ډول په وروستیو کې بیا- بیا تورن شوي چې د پاکستان افغانستان ضدې پالېسۍ د دوی په لاس او خوله عملي کیږي.

په دې ترڅ کې، د پاکستان د مخکیني موقت صدراعظم انورالحق کاکړ هغو څرګندونو او کړنو ته اشاره کیږي، چې له پاکستان څخه یې د افغان کډوالو د ایستو لپاره ترسره کړل.

5 COMMENTS

  1. ای تاسي اورته د غلامانو غولخانیانو وغیم تاسي پخپل پوستکي ډیر ډاریږۍ. په ټول عمر به تاسي سوډران توره ونکړۍ دوه سره خانانو موزیانو.😡

  2. اول باید همدا گلخانانو ته درس ورکړل شی که تاسو خان اڅکزی غوند د پنجابې حرامونی ته پښتون وایې اول باید همدا غلامان یو درس واخلی اول تاسو بغاوت وکړې د غلامی زنځیر مات کړی غازی طالب ستاسړ ګټلی شې

  3. د طالبانو ځینی کړنی او کارونه د هر چا د نفرت وړ ګرځی یوه وجه یی همدا ده. کوم پښتون په پښتونخوا غواړی چی لور او اولاد یی تعلیم ونکړی. په داسی نظام کی چی تعلیم نوی د هیچا نه خوشیږی هغوی هم ملامت مه کڼی. افغانستان کی هم خلکو د طالب له خمارت څخه فاصله نیولې او پښمانه دی چی ولی دوی له طالبانو سره په کلیو او بانډو کی مرسته وکړه دوی سره یی خپله د خولی مړی نیمه کړه اوس ګورو چی طالبان څومره ظلم او ستم شروع کړی دی، د خلکو ملی ارزښتونو ته احترام نشته، د پښتون بیرغ یی څه عیب دی چی لری یی کړ او پر ځای یی سپین کفن راوړ. مکاتب یی بند کړل، او هر څ یی له ښځو واخیستل او هغوی په ګشت ګذار یی بندیز ولګاوو. د پښتون خویندی او میندی یی مچبوره کړی چی د تداوی لپاره پاکستان ته ولاړی شی او په سرحدونو کی بی عزته شی. لعنت دی وی پر داسی یوه حکومت چی خلک ټول ور څخه په تیښته کی دی.

  4. طالبان دی لږ شرم وکړی چی پښتانه ورڅخه نفرت لری. دوی باید داسی کړه وړه تر سره کړی وای چی پښتون قام د دوی په طرفداری انقلاب راوستی وای ولی برعکس بربریت او ظلم په درز کی روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب