شنبه, اپریل 27, 2024
Homeمقالېايبوګين څه شی دي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي

ايبوګين څه شی دي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي

عبدالولي (وحدت)

ايبوګين  چې يوه نشه لرونکې او بې اندازې انرژي توليدونکې ماده ده په لومړيو کې په افريقا کې کشف شوه چې له اوسني توليد سره یې بيخي متفاوت درلود، دا ماده د iboga په نامه له ونې څخه لاس ته راځي، او نوم یې هم له همدې ونې څخه اخيستل شوی دی. د Pygmy په نامه افريقايي قبيلې به چې په غربي افريقا کې اوسېدله له دې مادې څخه څخه په ځينو مذهبي او دوديزو مراسمو کې استفاده کوله، او ددې قبیلې خلکو به ددې مادې پوستکی او ريښه سره جدا کولې او بيا به یې مطلوب حالت ته د رسېدلو لپاره په اوبو کې جوش کوله.

دا داسې ماده ده چې په خوړلو سره یې انسان د خورا ډېرې انرژي احساس کوي، د بدن کارکرد ورسره لوړېږي او انسان فکرکوي چې زور وکړي هرڅه کولای شي، په کارولو سره یې انسان د ادرارو سيستم باندې کنترول له لاسه ورکوي او انسان د ويرې او ډار احساس تر هغو نه کوي  چې ددې مادې نشه یي اغېز په انسان کې وي.

په ۱‍۹۲۰ ميلادي کال کې له ايبوګين څخه فرانسې هم استفاده وکړه او د Lambarène په نامه یې توليدول او هغو ورزش کارانو ته به یې ورکول چې مسابقو ته به اماده کېدل چې د خوشحالي احساس وکړي او ډېره زياته انرژي توليد کړي خو ژر پوه شول چې دا نشه يي درمل د زړه د درېدلو او د رګونو د تنګېدلو سبب کېږي او له دې امله یې درمل له بازارونو څخه راټول کړل چې خلک پرې روږدي کېږي او د مړينې لامل یې کېږي او بيا یې خرڅول او اخيستل په کلکه بند کړل.

د ۱۹۵۰ مې او ۶۰ مې میلادي لسيزې په دوران کې د امریکا استخباراتو په دې باندې بېلابېلې څېړنې وکړې چې د خپل کارمندان خوشحاله وساتي او په عين حال کې د ډېر او خطرناک کارونو لپاره ډېره انرژي ولري او د ويرې احساس ونه کړي.

دا ماده د دردونو په نه حس کولوکې هم مرسته کوي او تر هغو چې نشه یې د انسان په وجود کې وي انسان واړه دردونه او ډار نه احساسوي.

په عين حال کې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کالونو کې امريکا په عراق کې ددې لپاره چې خپل سرتېري یې د خستګي احساس ونه کړي او ونه ډار شي دا ماده یې ورکوله . نن سبا بیا دا ماده په جګړه کې د مورال ساتلو لپاره اوکراینيان کاروي. دا نشه یي  درمل تر ډېره په جګړه ييزو موخو کې کارول کېږي.  اوس مهال چې له اوکراین سره د لویدیځو هیوادونو ملاتړ مخ په کمیدو دی ،د اوکراین اردو سره اوس دومره نظامي تجهيزات نشته چې دا جګړه له روسيې سره پرې جاري وساتي نو کیف د خپل پوځ د مورال ساتلو لپاره د یوې نوې لارې په لټه کې دی.

په دويمه نړيواله جګړه کې د جرمني د وخت میتودونه کارول یې پيل کړي دي . سرتېرو ته ايبوګين ورکوي چې د پرون زراعت پوهان، انجنیران، ښوونکي په بې رحمه او نه ستړي کېدونکي سرتیرو او وژونکو اشخاصو بدلوي.

دوی د جګړې په ډګر کې د ویرې احساس نه کوي  او که له مرګ او بل هر خطر سره مخ کېږي پروا یې نه ساتي، د اوسنيو شمېرو له مخې د اوکراین د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د مخدره توکو کارول  یوعادي کار دی. اوکرایني سرتیرو ته د خپلو قوماندانانو او یو شمیر رضاکارانو لخوا مخدره توکي راوړل کېږي او ورکول کېږي.

دویمې نړیوالې جګړې پرمهال المانيانو هم خپلو سرتېرو ته د نشه موادو ورکول پيل کړي وو  کله چې په ۱۹۴۱‍ کال کې د هې*ټلر د Wehrmacht سرتېرو ته د Pervitin په نامه د مخدره موادو د کارولو راز افشا شو چې  سرتېرو به یې د خوښۍ احساس کاوه او ستړي به نه وو او فکر به یې جوړ وو، د جرمني د هغه وخت د  Luftwaffe پیلوټانوبه هره ورځ ۶ جنګي الوتنې ترسره کولې، او پليو سرتیرو به ان  څو کیلومتره مارچونه کول.

د نړيوالو رسنيو له مخې ایبوګین په ښکاره ډول له افریقا څخه د امریکایی نادولتي موسسو Intercept له لارې اوکراین ته صادرېږي. او دا معلومات د اوکراین د وسله والو ځواکونو ارواپوه الیکسي سکرټچ لخوا هم تایید شوي. د اوکراین د نظامي برخې ارواپوه اليکسي سکرټچ وايي چې ایبوګین په نظامي روغتونونو کې د دماغي زخمونو په درملنه کې کاروي او هم  یې د جګړې په ډګر کې د سوځیدنې او فعاليتونو د ښه چټک کولو لپاره د مایکروډوزونو په ډول سرتېرو ته ورکول کېږي.

په ۱۹۴۴ کې د جرمني په Sachsenhausen کمپ کې پر کوکاينو سربیره د D-9 نوي مخدره توکي هم ازمويل شوي وو او د بنديانو ډلې مجبورې وې چې  ۱۵ کیلوګرامه شګو او ډبرو ډکې کڅوړې وګرځوي.

نو خلاصه دا چې په ملکي او انفرادي ډول څه چې ان حکومتونه په سياسي او نظامي ډول هم نشه یي توکي خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره کاروي او په بله ليکنه کې به پر دې وغږېږو چې نور کوم نشه یي توکي د چا لخوا او څه وخت په کومو  جګړو کې کارول شوي او ازمویل شوي دي .

په هرحال د هر ډول نشه یي توکو کارول ملکي او نظامي برخه کې ناوړه عمل دی او غير انساني او غیر اخلاقي کار دی چې د څو شېبو له خوشحالي اخوا خورا تخريبونکي لنډ مهاله او اوږد مهاله ضررونه لري او په سرتېرو ، زندانيانو او نورو هغو کسانو باندې يې ازمویل او تجربه کول د ټولو نړيوالو اصولو او جنګي اصولو خلاف عمل او کړنه ده.

په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې برتانوي سرتېرو هم په هلمند کې نشه یې کولې او د نشې په حال کې راوتلي وو، د نظامي بېس شاوخوا یې پر کورونو یرغل ور وړی و او په لسګونو بې ګناه مسلمانان یې شهيدان کړي وو چې ښځې او  ماشومانو هم پکې شتون درلود او هغو سرتېرو چې دا کار یې ترسره کړی وو په برتانوي محاکمو کې پر خپلو کړنو اقرار هم وکړ. خو لا تر اوسه پورې ګرم نه دي پېژندل شوي او د خپلو اعمالو سزا یې نه ده ليدلې. نو د داسې ورځې په هيله چې دا برتانويان چې په هلمند کې یې بې ګناه هېوادوال شهيدان کړي د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب