شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ ته اخطار: مونږ په پاکستان کې د افغانستان په...

د پاکستان پوځ ته اخطار: مونږ په پاکستان کې د افغانستان په څېر نظام غواړو

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د واقع مشهور سور جومات «لال مسجد» خطیب مولانا عبدالعزیز وایي، غواړي چې په پاکستان کې داسې نظام راولي چې په افغانستان کې راغلی دی.

ویل کیي چې د ښاغلي عزیز له دغه بیان څخه وروسته د پاکستان پولیسو د هغه او د هغه د کورنۍ پر ضد په ترهګرۍ کې د لاس لرلو قضیه پرانستې ده.

په یوه ویډیو کې چې په اېکسپاڼه (ټوېټر) خپره شوې، مولانا عبدالعزیز وایي، «دوی داسې ګڼي چې لال مسجد ختم شوی دی، داسې نه ده، بلکې مونږ اوس د پخوا په پرتله په زرګونو ځلې زیات شوي یو،»

هغه له اسلام اباد څخه ایسته نورو ښارونو ته د خپلې پراختیا ذکر کوي او وایي، «زمونږ څانګو په کراچۍ کې هم ګلونه غوړولي دي،»

مولانا عبدالعزیز د پاکستان جوړښت ته چې ویل کیږي لویې برتانیا یې څه خاوره په ۱۹۴۷ کال کې د اسلامي هېواد په بهانه له لوی هندوستان څخه راجلا کړه او دې خوا ته یې د افغانستان یو شمېر سیمې ورسره وتړلې، په خپل ویډیوي پیغام کې وایي، «په پاکستان کې اسلامي نظام جوړ کړئ. دا هېواد د همدې لپاره تاسیس شوی دی،»

هغه پاکستاني واکمنو ته د اخطار په توګه وایي، «تاسو مجبور یئ چې په پاکستان کې د افغانستان په څېر اسلامي قانون نافذ کړئ.»

د سره جومات موسسې څو کاله مخکې هم په پاکستان کې د انګرېزي قانون پر ضد غږ پورته کړی و چې په دې لړ کې د ۲۰۰۷ کال د جولای په ۳مه، د پاکستان د پوځ او استخباراتو څو واحدونو په ګډه د پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف په امر په حفصه مدرسه او سره جومات باندې برید وکړ او په نتیجه کې یې د جولای تر ۱۱مې پورې په سلګونو بې ګناه خلک ووژل.

د لیکلو اسنادو په اساس، د سره جومات او حفصه مدرسې په عملیاتو کې یو طرف ته د دیني علومو نارینه او ښځینه زده کوونکو او بل طرف ته د پاکستان پوځ، د ځانګړیو خدمتونو ګروپ (اېس اېس جي)، د پاکستان نیمه نظامي ځواک (پاکستان پارا میلیټري)، پنجاب رینجرز او نورو برخه لرله.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د مدرسې او جومات له اړخه د عملیاتو مشري مولانا عبدالرشید او مولانا عبدالعزیز کوله او د پاکستان د پوځي څانګې د عملیاتو مشري د ډګرمن هارون الاسلام پر غاړه وه.

په انټرنټ خپاره شوي معلومات په ګوته کوي چې، د مدرسې له اړخه په دې عملیاتو کې ۱۳۰۰ زده کوونکیو او ۱۰۰ وسله والو کسانو برخه لرله، او د پاکستان د حکومت له اړخه ۶۰۰۰ عسکرو او رینجرو، ۱۶۴ د ځانګړیو خدمتونو د ګروپ کومانډویانو برخه لرله چې د هوایي ځواک له خوا په بمبار سره یې ملاتړ کېده.

د پاکستان د رسمي ارقامو په اساس، په جنګ کې ۸۴ د دیني علومو ښځینه زده کوونکې ووژل شوې او ۵۰ ونیول شوې او د پوځ له خوا ۱۱ تنه ووژل شول او ۴۴ ټپیان شول، او د دې تر څنګه ۱۴ ملکي کسان ووژل شول او ۲۰۴ نور ټپیان شول، خو د پاکستان د خیریه چارو یوه مشر فعال عبدالستار ایدهي د دغه هېواد جیو تلویزیون سره په مرکه کې دا ارقام دروغ وبلل او ویې ویل چې د زده کوونکیو د تدفین لپاره له ۵۰۰ څخه ډېر تابوتونه یوازې له ایدهي فاونډېشن څخه وړل شوي دي.

داسې ادعاوې هم کېږي چې د پاکستان پوځي ادارو په یاده مدرسه او جومات کې وژونکی ګاز خوشې کړ او ډېرو برخو ته یې اور ورته کړ چې یو شمېر کسان په کې ژوندي وسوزېدل، او د پاکستان پوځ د حفصه مدرسې یو شمېر نجونې په خارجي فاحشه خانو خرڅې کړې چې ناوړه جنسي استفاده ترې وشي.

د حفصه مدرسې د نجونو د خرڅلاو په هکله راپور:

پاکستان د اسلام د اباد د حفصې مدرسې نجونې په بهرنیو فاحشه خانو باندې پلورلي دي

2 COMMENTS

  1. داسی یو نظام چی هغه کی نه تعلیم وی نه ترقی او پیشرفت. تلویزیون لیدل او عکس اخیستل پکی ستره ګناه وبلل شی. ستاسو په نظام کی غیڼ ووهم له عقیدی او فکر سره.

  2. د پاکستان د ملایانو اشتباه دا ده چې په دې نپوهیګي چې اسلامي نظام افغانستان ته ښه دی. پاکستان خو باید ترقي وکړي. افغانستان باید برباد شي او ملا پکې يونيم زر کاله پخوانی ژوند وغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب