پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپاکستان د اسلام د اباد د حفصې مدرسې نجونې په بهرنیو فاحشه...

پاکستان د اسلام د اباد د حفصې مدرسې نجونې په بهرنیو فاحشه خانو باندې پلورلي دي

تاند — د پاکستان پوځي استخباراتو په پلازمېنه اسلام اباد کې د حفصه مدرسې له ویجاړولو څخه وروسته د یادې ديني مدرسې ګڼ شمېر نجونې د برتانیا او امریکا په فاحشه خانو باندې پلورلي او هغوی یې د زنا لپاره مشتریانو ته عرضه کوي.

دا خبرې یوه دیني عالم مولوي عبدالرحیم مسلم دوست د خپلو خاطرو په کتاب کې کړې چې په تاند کې په پر له پسې ډول خپرېږي.

ښاغلي مسلم دوست لیکلي، «د جامعه حفصې اوه نيم سوه (۷۵۰) پاك لمنې طالبانې د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونو كې پرتې دي چې د مرتد پوځ افسران يې يوبل ته د زنا لپاره ډالۍ كوي او اوس خبر راغلى دى چې د پاکستاني پوځ مجرمانو د امريكې او برتانيې په كلبونو پلورلې دي او هلته د زنالپاره عرضه كېږي،»

مسلم دوست وایي، د پاکستان د استخباراتو په جېلونو کې ښځې او ان د هغوی ماشومان ورسره بندیان دي چې یو شمېر یې ورسره بندي شوي او نور یې په جېلونو کې د پاکستان د استخباراتو او جېلونو د کارکوونکیو له خوا د زنا په نتیجه کې زېږولي دي.

نوموړی لیکي، «د ځينو بنديانو د معلوماتو له مخې د (آى ايس آى) په پټو جېلونو کې ښځې او ماشومان هم شته چې زياتې يې د عربانو، بلوچانو او اوزبکانو ښځې دي او د اسلام آباد، پېښور، كوېټې، لاهور، کراچۍ اونورو په پټو جېلونو کې دي. په ډول ډول تعذيب ورکولو سربېره د ډېرو ښځو د زنا بالجبربچي هم په جېلونو کې زېږېدلي دي اوځينې يې له كوره حاملې بېول شوي، په جېلونوكې يې بچي زېږولي او ځينو له تعذيب لاندې زيان کړي دي،»

د مسلم دوست په وینا، د پاکستان د پوځي استخباراتو کارکوونکیو ورسره بندي مسلمانو ښځو باندې سرونه خرېیلي، کالي یې ترې اېستلي او بیا یې خرڅې کړي دي.

مولوي عبدالرحیم مسلم دوست لیکي، «له کوهاټ، اسلام آباد او نورو هوايي ډګرونو نه په امريکايانو خرڅې شوې ښځې بربنډې او خرېيلي سرونه پوځي الوتکو ته ورخېژول شوې او نامعلوم ځاي ته بېول شوې دي. د اوزبکانو ښځو په ځينو جېلونو کې په پنجابي څوکيدارانو بريدونه هم کړي دي، ځينې وژل شوې هم دي او پاتې يې شپه او ورځ په زولنو کې وي. له اوزبکانو سره تر ټولو زياته سختي کوي او د (آى ايس آى) مجرمان او بزدل پوځ سخت ترې ډارېږي.»

حفصه مدرسه چې د مولانا عبدالعزیز په نامه یو دیني عالم یې مشري کوي، په اسلام اباد کې د لال مسجد تر څنګ موقعیت لري په ۱۹۹۲ کې جوړه شوې، په ۲۰۰۷ کې د پاکستان پوځ پرې ځمکني او هوایي بریدونه وکړل چې ګڼ شمېر نجونې او هلکان یې په کې ووژل.‌

د مولوي عبدالرحیم مسلم دوست د یادښتونو لړۍ

3 COMMENTS

  1. پاکستان مخکی لدی په چین هیواد باندی ځینی انجونی د پیسو په وړاندی خرڅ کړی وی ځینی کسان چی په پنجاب کی روز مزدوری کړی وی وایی چی پنجاب کی د حیرا منډیی نوم لری او همدارنګه په زیاتره هوټلونو کی دا ډول کارونه روان وی آن تردی چی دوی د طالبانو ځینی مشران هم د ډالرو په مقابل کی امریکا باندی خرڅ کړل مګر تر اوسه طالبانو ترینه پوښتنه نده کړی چی ولی زموږ مشران مو په امریکایانو خرڅ کړل

    ژوندی مثال ملا عبدالسلام ضعیف دی

  2. د ښاغلي مسلم دوست د یادښتونو لړۍ تر ۱۳مې برخې پورې په تاند کې خپره شوه او بیا ودرېده، هیله ده چې د نورو برخو خپرولو ته یې دوام ورکړئ.
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب