یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد محمد آصف صمیم ونیو

طالبانو د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد محمد آصف صمیم ونیو

تاند (یکشنبه/د سنبلې ۲۸مه) — په ختیځ ولایت ننګرهار کې واکمنو طالبانو د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد او نومیالی څېړونکی محمد آصف صمیم ونیو.

ویل کیږي چې ښاغلي صمیم په کامې ولسوالۍ کې یوې علمي غونډې ته له وینا کولو څخه وروسته ونیول شو او د څېړنو لپاره ولسوالۍ ته بوتلل شو.

که څه هم چې ښاغلی صمیم له پوښتنو ګروېږنو وروستی خوشې شوی، په ټولنیزو رسنیو فعالو ځوانانو د نوموړي نیول د هغه سپکاوی بللی او د طالبانو دغه کار یې په سختو ټکو غندلی دی.

د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي او د څو شهیدانو ورور او شاعر عبدالعزیز غیرت لیکلي، «د خوشحال قدر که اوس په هيچا نشته *** پس له مرګه به يې ياد کا ډېرعالم! دروند استاد محمداصف صميم د افغانستان وياړ دی، مونږ پرې فخر کوو، د داسې علمي او فرهنګي شخصيتونو او هستيو قدرداني باید وشي.»

استاد آصف صمیم د پېښور په شمول د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د ځوانانو په منځ کې یو ځانګړی ځای لري او د یوه لارښود په توګه یې درناوی کوي.

3 COMMENTS

  1. samim sahib is member of hezb islamic .
    he is very clean honest man.i can not say about him how much he is respectable for me and for peoples.
    samim sahib is one mujahid .he always is very nice with every one,,
    I become very sad if talib give to him hard time and I am very sorry for him,
    zeh RAZ MOHAMMED KAMAWAL de newyork nah khpel de mini aw khlos salamonah mokhtaram samim sahib aw family tah yee wayeem.AL LAH MU HAFEZ AW NASER AOSAH,
    EKHTERAM
    razmohammed kamawal newyork america

  2. د استاد صمیم نیول د تالب د اصلی کرغیړنی څیری نه چی څوک دی او څه غواړی پرده پورته کوی
    تالب د علم پوهی او افغان دننګ او غیرت سره حساسیت لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب