یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهېد مومندو اوسېدونکي: د پاکستان پوځ زمونږ سړي شکنجه کړل او په...

ېد مومندو اوسېدونکي: د پاکستان پوځ زمونږ سړي شکنجه کړل او په ښځو یې ډزې وکړې

تاند (دوشنبه/د سنبلې ۲۹مه) — د پاکستان د پوځ منسوبینو له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د مومند ایجنسۍ په صافو او باجوړ سیمو کې په ځایي خلکو باندې سخت ظلمونه کړي او خلک یې شکنجه کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې او له سیمې څخه خبرونه وایي چې پوځيانو په هغو ښځو باندې هم ډزې کړي چې د سړیو د پوښتنې لپاره له کورونو څخه راوتلې وې.

په یوه ویډیو کې د سیمې یو اوسېدونکی وایي، هغه ظلمونه چې د پاکستان پوځ د سیمې په خلکو باندې کوي دا په تاریخ کې حتی تاتاریانو هم په چا باندې نه دي کړي، دوی د شپې د خلکو په کورونو باندې ور وختل،‌ او سخت یې وځپل.

دغه کس چې نوم یې نه دی یاد شوی او داسې ښکاري چې د دیني علومو شاګرد دی، وایي، پوځیانو په کټ کې پروت یو سپین ږیری سړی هم سخت وواهه او کله چې د پوځ یو کرنل شیرزاد سیمې ته ورغی خلکو ته یې وویل چې دا د انډیا سازش دی.

په ویډیو کې خبرې کوونکی شخص وایي، «صوبیدار راته وویل چې که زما یو پوځي دلته ووژل شو زه به تاسو ټول د ښځو په شان دې سرک ته راوباسم…»

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې له نړۍ والې ټولنې سره دوه مخې لوبه کړې او خپل اعتبار یې بایللی، خو دا لا معلومه نه ده چې آیا هغوی غواړي په دې ډول د ځان پر وړاندې مقاومت راپورته کړي، بیا د سیمې خلک وځپي او پیسې پرې واخلي که بل هدف لري. د ویډیو لېنک 

3 COMMENTS

  1. pashtoons need to become united.now bachaa khan is not with us,
    we need freedom from punjaab,
    balooch brothers fighting for freedom why we not,
    one day every one dieing
    if we die for freedom will be excellent.
    LAR AW BAR ONE AFGHAN

  2. دخوشحال بابا شعر دی (ازادی له پاچاهی نه، لا تیری کا + چه د بل د امر لاندی شی غلام شی ).
    په نړی کی هیجا ازادی خوشی ، خیراتی نده اخیستی ، ټولو قربانی ورکړی ، دا خو د پاچاخان د عدم تشدد پالیسی او تحریک ،
    ؤ او دي چه پښتانه ورځ تر بلی ورځی غلامی ته ټیل وهی ، کږی خولی په سوک سمیږی په زاریو نه سمیږی ، تر څو چه پښتانه دا د عدم تشدد کیسو څخه تیر نه شی ، حال به یی له دی هم بد تر وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب