Home+آی پي اېل: چينای له پیل سره بريا خپله کړه

آی پي اېل: چينای له پیل سره بريا خپله کړه

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۹) د هند غوره لیګ لوبې چې د کورونا له امله ځنډېدلې وې تېره ورځ بيا پیل شوې.

د یاد لیګ په ۳۰مه لوبه کې چینای سوپر کینګز لوبډلې ممبی انډینز لوبډلې ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

پچه د چینای لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه .

چینای په ټاکلو شلو اورونو کې د ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره د ۱۵۷ منډو هدف کېښود.

رتوراج ګیکواډ ۸۸ منډې وکړې.

د ممبی لپاره ترینټ بولټ، ادم میلن او جسپریټ بومرا دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

ممبی د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې وکړې او د ۱۹ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

سورب تیواري ۵۰ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

د چینای له لورې ډیون براوو ۳، دیپک چاهار ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادولو ده چې نن دوشنبه د آی پي ایل لیګ په ۳۱مه لوبه کې کلکته نایټ رایډرز او ریالز چیلنجر بېنګلور لوبډلې سره لوبه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...