شنبه, مې 4, 2024
Home+په ټول شموله حکومت کې به د پښتنو نماينده ګي څوک کوئ؟

په ټول شموله حکومت کې به د پښتنو نماينده ګي څوک کوئ؟

جمال ناصري
نړيوال ټينګار کوي چې ټول شموله حکومت دې جوړ شئ په کوم کې چې د طالبانو وراخوا تاجک، هزاره او اوزبک هم شامل وي. دغه ياد قومونه هم دغه شان ټول شموله حکومت غواړي، خو د پښتون قوم ځای به په ټول شموله حکومت کې چيرته وي؟ ايا نړيوال نه غواړي چې په راتلونکي حکومت کې پښتون ځای ولري؟ که دوی نه غواړي، نو ولې پښتانه چوپه خوله دي؟
يا نړواله ټولنه او په افغانستان کې شته قومونه فکر کوي چې طالب د پښتنو نماينده ګي کوي؟ که داسې وي، نو دا د پښتنو سره لويه جفا او د تعصب نه ډک عمل دی. ځکه طالبانو دا ثابته کړي چې دوی هيڅکله د پښتنو نماينده ګان نه د ي، بلکې دوی يو ډله يا ګوند دی، کوم چې مشخص اهداف (شرعي قانون او اسلامي نظام پلي کول) لرئ او مشخص خلک( ملايان او قاريان) چې د دوه يا دري ولايتونو اوسېدونکي دي لري.
بل دا چې په تيرو شلو کلونو کې طالب د بل هر قوم په پرتله پښتانه زورولي، بدبخته کړي، وژلي، نوم يې ورته په نړي کې بد نام کړی، در په در کړي، ښوونځي او پوهنتونونه يې ورته سوزولي او له تعليم يې بې برخې کړي، ژوند يې ور تريخ کړی،کلتور يې ورته له منځه وړی، نسل وژنه يې پکې کړي. د دې شل کلن جنګ قرباني يواځې پښتون و او دی. د پښتون له قرباني نور قومونه او نړۍ ځکه ځان نه خبروي چې دوی ته د پښتون ژوند مهم ندی او د تعصب په اوچ کې چپه خوله پاتي شوي.
پښتنو نور بايد ويښ شو او پري نږدو چې زموږ په سر بيا څوک سودا وکړي، ټول شموله حکومت بايد په دې معنا وي چې د نورو قومونو ترڅنګ پښتانه هم پکې برخه ولرئ او ت الب بايد د پښتنو نماينده ونه ګڼل شي.

6 COMMENTS

  1. سلامونه ښاغلي جمال ناصري چاري مو ښي
    دا يوه اړينه موضوع ده چه تاسو ښکاره په ګوته کړي ده چي نوره يي هم روښانه شي په د اخرو څلوښتو کلونو کي د پښتنو نمايندګي چا نه ده کړي. او پښتانه همداسي پاسيو ناست دي. رښتيا تالب د پشتنو نمايندګي کولاي نه شي ،دا چه تالب يواځي په پښتو خبري کوي نو دا معني نه ورکوي چه هغه د دپښتنو نماينده دی او يا وي. په ازادو رسنيو کي تل دا خبري کيږي چه په پښنو ربړ کيږي او دا رښتيا هم ده که پښتانه د نورو ږرونو کومونو سره پرتله برسيره پردي چه ډيری اوسيدونکي د افغانستان جوړوي خو بياهم ډير بي سيواده بي مکتبه………..
    اوس بايد پښتانه خپل نماينده وټاکي چه په د ټول شموله حکومت کي د پښتنو نمايندګي وکړي
    زه تاسو د پښتنو د نماينده په حيص پيشنهاده وم چه دا مسوليت په غاړه واخلي.
    تاسوته وعده درکوم که تاسو تياري وښود په سلهاوو نو پښتانه تاسو وږه په وږه وړريګي.

  2. شاغلی ناصری،
    شه او پرحًای لیکنه مو کری. موژ پشتانه ریشتینی، پاک او پوه استازو ته ارتیا لرو، نه د تالب په نوم بیلاری مولایانو ته.
    شی چاری

  3. سلامونه،
    د بن په کنفرانس کې ېې حامد کرزی ؛او حاجي قدیر (مرحوم)؛احدي او ځينې نورې چهرې … د پښتنو تش په نامه استازي وټاکل مګر ۹۰% اختیارات د ټلوالې و.او بیا همدا کرزي د پښتنو حقوق نورو ته باج ورکړل. دا بل د ماليې وزیر غني خان هم خپل کمپاینران له چاپلوسانو قربان کړل . د اصيلو پښتنو خولې وشکېدې چې ټول پښتانه طالبان نه دي او نه ټول ټالیپان پښتانهء!!!. چاته واېې؟؟؟
    زما په آند پي ټي ایم + اې ان پي + پي اې ان پي + زمونږ پخواني روښانفکران چې په ملیونونو د نړۍ ډیاسپورا کښې تیت دي او لاسونه ېې په قتل،غصب او چهار عیب شرعي کښې لتاړ نه دي + دشهیدانو بازماندګان+ هغه وطنپالونکي مجاهدین څې صرف في سبیل الله او في استقلال الوطن ېې د بهرنیانو پرضد جهاد کړی او بیا ېې له برادرکشۍ څخه ډډه کړې او په کور عبادت کړی ا.د.ن. د پښتون+افغان نمانینده ګي کولای شي. نه دا ۳۹ بلیونریان او سل ملیونران !!! او ګوډاګیان ېې….
    ان اکرمکم عند الله اتقیاکم!

  4. بلی ناصری صاحب دا کاملآ واقعیت دی چی نه طالبان نه ګلبدینیان او نه سیافیان د پښتنو نمائينده ګان دی همدارنګه ربانییان ، قانونیان ، عبدالله یان ، عطایان او مسعودیان د تاجکو نمائينده ګان ندی او نه خلیلیان ، محققیان ۰۰۰ د هزاره ګانو نمائینده ګان دی او نه دوستمیان د اوزبکو نمائینده دی دا ټول مضر مکروبونه د اجنبیانو له خوا روزل شوی او د اجنبیانو تر رهبری ئی د افغانستان دا ټول غیرتی قومونه وژلی او اوس هم په لګیا دی او ژوندی ئی په وچی ډوډی پسی سرګردانه کړیدی او طالبان ږیرور غواړی چی ټولو مکتبونو او پوهنځیو کښی زیاتره د قیدانی دینی مضمونونه وی او دا وحشیان غواړی چی پر میرمنو د بهر کار بندښت ولګوی او جلکی د مکتبونو څخه کاملآ محرومی کړی او دا د ږیرو و حشیان په شهرونو او کلیو کښی د توپکونو سره ځانونه نمایش ته وړاندی کړیدی او وزارتونه د پنجابی پاکستان له خوا اداره کیږی په همدی شکل دا نورو مضرو مکروبونو هم د ملت په مقابل کښی خائین اعمال درلودل او یوازی د ځانو په فکر کښی وو او د طالبانو امارت ؟ لپاره پنجابی پاکستان اولیت لری او د فریبی لپاره ئی ځینی خیټه وری ږیری وزارتونو ته د سرپرستانو په حیث تبلیغ کړۍ شول اما په حقیقت کښی پنجابی پاکستان د افغانستان کنترول تر لاسه کړۍ دی !!!!

    ددی ټولو زهرناکو مکروبونو څخه ادنا ترینه مثبته توقع درلودل د افغان ملت لپاره نه یوازی ستره اشتباه دی بلکه د افغان ملت سره ستره جفا دی !!!!

  5. دد نورو وروڼو نيکمرغي په همدي کي ده چي تالب نه لري.
    په د ناروغي يواځي پښتون کام ککړ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب