پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ښځه او چاکلېټ / عبدالله خيبر

ښځه او چاکلېټ / عبدالله خيبر

د ښځو په اړه که انسان تاريخ مطالعه کړي او بيا بيلا بېل مذاهب او مذهبي کتابونه وګوري، نو انسان له عجيبو رواياتو سره مخ کېږي.هغه هيوادونه چې اوس د ښځو د حقونو چيغي وهي، يو وخت دوی هم ښځه په مکمله مانا انسان نه بلله. په بايبل کې لولو چې د شجرممنوعه ونې ميوه ادم نه بلکې حوا وخوړه او ادم هم حوا وغولاوه. خدای ښځې ته وويل چې تا چې د شيطان ومنل، نو د زيږون دردونه به دې زيات کړم، د ميړه مينې ته به محتاجه وې او ستا واک به د ميړه په لاس کې وي. هغه وخت چې کليسا په زور کې وه، د بايبل دې متن ښځې دوزخيانې کړې وې. د بايبل دې قول پر پښتنو هم تاثير کړی دی، په دوی کې اوس هم دا خبره مشهوره ده چې د ښځې د زيږون درد ځکه زيات دی چې يو ښه کس ورته  ښيرا کړې ده او په پښتنو کې تر ننه څوک ښځې ته واک نه ورکوي او نه يې پر خبره عمل کېږي.

د يونان فيلسفانو هم ښځه پوره انسان نه بلله، ارسطو ښځه د نيمګړي حمل نتيجه ګڼله او ناقص العقله يې ورته ويل، نه يې په حکومت کې برخه وه او نه چا حق ورکاوه. د يونانيانو او بايبل متن زموږ ځيني ديني متون هم تر اغېز لاندې راوستي دي.

د ويل ډورانټ په نظر هغه وخت چې لومړيو سړيو ښکار کاوه، نو ښځو د خپلو خونو مخو ته لګيا وې، د خوړو لپاره به يې بيلا بېلې ميوې او سابه موندل، ويل کېږي چې زراعت لومړۍ ښځو دود کړی دی او لومړنۍ دانې دوی وکرلې او حاصلات يې ترې واخيستل، چې دا د بشريت په تاريخ کې لوی انقلاب و او په لومړي ځل انسانان له ځمکې سره وتړل وشول. همدا رنګه د فرانسې په انقلاب کې هم اکثريت لاس د ښځو و چې يو لوی بدلون يې راوست چې اثر يې پر ټوله نړۍ پروت دی.

که راشو اسلام ته او په غور د قران ننداره وکړو، نو ښکاري چې قرآن ښځو ته ډېر درنښت ورکړی دی او په مکمله مانا يې انساناني او د عقل حښتنانې بللي دي. په قرآن کې راغلي دي کله چې فرعون د موسی د قوم سړي وژل اوښځې يې پرېښودې، قرآن موږ ته د موسی ع د مور او خور هوښيارتيا راښايي، چې څنګه د خپل زوی د ژوند ژغورلو لپاره يو ځانګړی صندوق جوړوي او په اوبو کې يې خوشي کوي او بيا د موسی خور شا ته پسې ځي او څاري يې او کله چې د شيدو ورکولو مسئله شي، همدا د موسی ع خور خپله مور ور په ګوته کوي. يانې دا ښځې دي چې پيغمبران په ښه توګه روزي. همدا رنګه د سليمان ع په وخت کې د سبا د ښار ملکه بلقيس يادوي او د هغې هوښيارتيا او حاکميت ښيي او دا هم راښايي چې څومره په هوښيارتيا د سليمان ع د یرغل پر وړاندې له خپلو درباريانو سره د يوې مسلې حل پلټي او د عقل له مخې پرېکړه کوي. د عیسی ع مور په قران کې پوره په درنښت يادېږي او عیسی  ع په ابن مريم  يادېږي. د پغمبر ص ميرمن بي بي خديجه لومړی انسان و چې پر پيغمبر ص يې ايمان راوړ او د پيغمبر درزيدلی زړه يې په خپل ټيکري کې ارام کړ او تر اخيره ورسره لکه يو تکړه ملګری ودريده….

  همدارنګه موږ په نړۍ کې هم د ښځو د رهبرۍ او صدراعظمۍ ځينې غوره بيلګې لرو او ګورو چې په ښه توګه يې د حکومت رهبري کړې ده، موږ په افغانستان کې هم په تېر او اوسني تاريخ کې ښې زړورې او تعليم يافته ښځې درولودلي دي، د دې وړتيا لري چې پر لوړو څوکيو کار وکړي او آن د ولسمشرۍ تر څوکۍ ورسېږي.

هغه سړي چې وايي ښځې ناقص العقله دي او په ټولنه کې فساد خپروي، دوی اصلا په خپله ناروغان دي او فکر يې په سر کې لکه پنځه زره کلنه اوسپنه همداسې زنګوهلی پروت دی. پر ځای د دې چې سړي خپل نظر او فکر سم کړي، د ښځو د لباس سمون به غواړي.

زموږ ځينې دينې عالمان او نور ټيټ فکره کسان ښځه له چاکليټ سره تشبيه کوي او وايي چې ښځه چاکليټ ته ورته ده، چاکليټ که په کاغذ کې بند وي، محفوظ او خوندي وي که له کاغذه ايسته شي مچان  پرې کيني. دوی ته اصلا ښځه انسان ښکاري نه، يوازې د خوړلو شی يې بولي او له خپل  سيکسي فکر له سوري ورته ګوري. دوی کله هم دا فکر نه کوي چې ښځه به د خپل ځان په اړه څه فکر لري. ممکن ښځه ووايي چې زه انسان يم عقل، پوهه، وړتيا او عاطفه لرم، چاکليټ نه يم چې يوازې د خوړولو فکر راته کېږي او سړي دې هم ځانونو ته د مچانو فکرنه کوي. که خبره د بدۍ او فساد شي، نو بايد د ټولو انسانانو خبره وشي، بد او فاسد په سړيو او ښځو دواړو کې پيدا کېدای شي.

 اوسنۍ ښځه تعليم يافته ده، عصري او ديني زده کړې لري، پخپله پوهېږي چې په ټولنه کې بايد څه ډول ژوند وکړي. کله هم ښځو سړيو ته نه دي ويلي چې داسې وکړئ او داسې مه کوئ. تعليم يافته ښځه پخپله د ښو او بدو توپير کولی شي.

 زموږ په ټولنه کې تر ټولو بده خبره دا ده چې په يوه سواداره ښځه پسې به يو لوچک او بې سواده سړی خبرې کوي، خو په دې به نه پوهېږي چې مشکل په ښځه کې نشته مشکل د ده په بې مغزه سر کې ده؟

د هيند د انکرېز د وخت ځيني مشهور ديني عالمان لکه سرسيد احمد خان او مولانا اشرف علي تهانوي چې تعليم ته يې ېېر کار کړی دی، دوی هم د ښځو د تعليم خلاف وو، د هغو دليل دا و چې ښځه په تعليم کولو سره له خپلو حقونو خبرېږي، کله چې له خپله حقه اګاه شوه، نو د وفادارۍ او تابعدارۍ حس يې له منځه ځي، په دې ډول د ټولنې او کورنۍ سیسټم له ګډوډۍ سره مخ کېږي.

نو اوسني مذهبي کسان هم د همداسې عالمانو له کتابونو متاثيره دي او غواړي چې ښځې دې په کور کې د خلاص چاکليټ غوندې وي چې سړی پرې وبڼېږي او چې له کوره وځي بايد د بند چاکليټ په شان وي چې د نورو مچانو نه په امن کې پاتې شي. دا چې اوسنۍ ښځه تعليم يافته ده او له تعليم سره شوق لري او همدارنګه د رسنيو له لارې د نړۍ د ښځو پرمختګونه ګوري او په ځان کې د رهبرۍ وړتيا ګوري، نو يو وخت به افغانستان د نړۍ په کچه عالمانې او پوهانې ښځې ولري، چې د ټول افغانستان د رهبرۍ وړتيا به لري.

ګوری نه چې دا څو کاله د کانکور اول نومره ګانې نجونې دي؟.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب