شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهله کابل ښاریانو غوښتنه؛ یوناما: نن شپه د یو ساعت لپاره د...

له کابل ښاریانو غوښتنه؛ یوناما: نن شپه د یو ساعت لپاره د کورونو څراغونه مړه کړئ

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) د اقلیمي بدلون د ناورین د پراختیا او ورڅخه د افغانستان د ډېر اغېزمنیدو په درشل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر یا یوناما د کابل له ټولو اوسېدونکو غوښتي چې د دغه بدلون پر وړاندې د مبارزې په موخه نن شپه “یو ساعت د ځمکې لپاره” کمپاین سره یو ځای شي.

سرچینې زیاته کړې: په دې موخه، دې کابل ښاریان یو ساعت د خپلو کورونو څراغونه مړه کړي.

یوناما په کابل کې د څراغونو مړه کولو وخت، نن شپه ۸:۳۰ ښودلی دی.

د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي: نن (شنبه) “یو ساعت د ځمکې لپاره” په موخه د خپلو کورونو څراغونه مړه کول موږ ته دا را یادوي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې یو کوچنی اقدام هم ستر اغېز درلودای شي.

دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په وروستیو ورځو کې بیا له یو شمېر ولایتونو د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو خبرونه ورکړل شوي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له زیاتو زیان ګالونکو هېوادونو اټکل شوی.

له څو کلونو راهیسې په دې لړ کې سختو زلزلو زرګونه افغانان وژلي او هم د وچکالۍ د شدت او بیا زیان راوړونکو ورښتونو او سېلابونو پېښې شوي.

د طالبانو د رژیم چارواکو پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې، چې د دوی د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو په خاطر یې د افغانستان لپاره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې ځانګړې شوې پروژې درولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب