Homeخبرونهد روسیې د برید د ۴ عاملانو د نیولو اعلان او دې...

د روسیې د برید د ۴ عاملانو د نیولو اعلان او دې خونړۍ پېښې ته نړیوال غبرګونونه

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) د روسیې ولسمشریزې ماڼۍ( کرملین) په یوه اعلامیه کې د دغه هېواد پلازمېنې مسکو ته د څېرمه ښار کروکوس په یوه هال کې د برید د ۴ تورنو عاملانو د نیولو خبر ورکړی.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه ده معلومه، چې د دغو کسانو هویت څه دی؟

یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې نیول شوي کسان د تاجکستان اتباع دي.

د داعش ډلې لخوا په سیمه کې د تاجکستاني اتباعو رول تر دې مخکې هم راپور شوی او له هغې ډلې په ایران کې د داعش لخوا د یوه خونړي برید عاملان هم تاجکستاني وګړي یاد شوي وو.

یوه روسي استخباراتي مقام په دې تړاو همدومره ویلي، چې د نیول شویو کسانو په اړه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته راپور ورکړل شوی.

تر دې د مخه، داعش ډلې اعلان وکړ چې دغه برید دوی ترسره کړی دی.

په دغه برید کې د شاوخوا ۶۰ تنو د وژل کېدو او ۱۴۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

غبرګونونه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خپله تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

روسیې سره د لویدیز په ملاتړ په جګړه ښکېل هېواد اوکراین ویلي، چې دوی دغه برید سره هیڅ کوم تړاو نه لري.

د اوکراین د دفاع وزارت استخباراتي څانګې دا تور هم پورې کړی، چې دا برید خپله د روسیې د ولسمشر په امر شوی څو په دې پلمه د اوکراین خلاف جګړه تونده شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرهان حق ویلي، چې سرمنشي دا پېښه په تر ټولو توندو ټکیو غندي او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

چین، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ونزویلا، هند، د فلسطین حماس ډلې، په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم او ګڼو نورو خواوو هم دا برید په توندو ټکیو غندلی او روسیې سره یې غمرازي ښودلې ده.

مخکې روسي رسنیو ویلي وو، چې د برید ترسره کوونکي ۴ کسان وو او دوی پوځي یونیفورم اغوستی و.

په خپرو شویو ویدیوګانو کې لیدل کېږي چې د کنسرت له سالونه لوګي پورته کیږي او داسي ښکاري چې ټولې ودانۍ اور اخیستی وي.

د روسی رسنیو پر اساس، په هال کې غالباً تر ۶۲۰۰ زیات کسان موجود وو ځکه چې د «پیک نیک» په نوم د موسیقۍ د ډلې د کنسرت دلیدلو لپاره همدومره ټکټونه پلورل شوي وو.

2 COMMENTS

  1. آخرالزمانی تئاتر دی.
    د تاجکستان مشرانو پخپل هیواد کی د اسلام د خپریدو په وړاندی خنډونه را منځته کړی دی خو مسلمان! مبارزین ئی د یهودو او امریکائیانو په غیږه کی روزل سوی او په نورو سیمو کی تروریسټی حملی تر سره کوی.

  2. پوتین ژمنه کړي چې د داعش او اوکراین په ضد به پراخ نظامي تحرکات تر سره کړي. ښاغلې پوتین باید د ټانډ په لوستونکو کې د داعش د ناولي او پلیتې عقیده پلویان هم هیر نکړي. د دغو خلکو صفایې هم لازمه دي. که څوک له پوټین سره تماس لري دا پیغام دی ورته ورسوي. له خیره به خالي نه وئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...