شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ پرون او نن ۶ کسان وژل شوي

ننګرهار کې د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ پرون او نن ۶ کسان وژل شوي

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو د دوو جلا پېښو له امله نن د ۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د طالبانو امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سره رود ولسوالۍ اړوند باولۍ سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر شوې شخړه کې دوه تنه وژل شوي دي.

امنیتې قومندانۍ په یاده خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه یې د پېښې ځای ته رسېدلي او د قاتل د نیولو په اړه یې هڅې پیل کړي دي.

د یو بل خبر له مخې، د سپين غر ولسوالۍ اړوند خرکنۍ سیمه کې هم د پټو اوبه کولو پر مهال یو کس وژل شوی، چې په تور یې امنیتي ځواکونو درې تنه نیولي دي.

پرون د طالبانو ځایي چارواکو وویل، چې د د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند عظیم اباد سیمه توغچي کلي کې یو کس له روژه ماتي څو دقیقې وړاندې خپله مېرمن، انګور او زوی په ډزو وژلي دي.

ویل شوي، چې د دې پېښې عامل نیول شوی او بندي دی.

په روژه کې معمولاً هر کال افغانستان کې ورته خونړۍ پېښې او تاوتریخوالی زیاتیږي، خو وروستۍ پېښې تر ډېره له اقتصادي او بشري ناورین له امله زیاتو شویو رواني او روحي ناروغیو سره هم تړلي ګڼل کیږي.

3 COMMENTS

  1. ولا رشتیا خبره خو دا ده چی د افغان پر مظلوم او معصوم وولس باندی د ناخوالو د توری پردې خپریدو ته په کتو سره بیا هم دا ډول ځوروونکی پیښی په هیڅ حساب دی. د لوږی او مُفلسی او نااُمیدی زغم اسانه خبره نه ده. د خدای او ټولو موجوداتو لعنت دی وی پر هغه چا ( انګریز او امریکا ) کوم چی دا حالت ئی پر افغان وولس باندی تپلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب