شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

د افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

(د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تازه کیږي)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو د تېرې شپې د خونړۍ حملې په لومړني غبرګون کې وویل چې د دې برید څلور عاملان یې چې د اوکراین خوا ته تښتېدل، نیول شوي دي.

د کنسرت پر یوه هال د تېرې شپې په برید کې تراوسه پورې د ۱۳۳ تنو وژل کېدا تایید شوې ده.

سره له دې چې د دې برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی خو پوتین ادعا وکړه چې په دې حمله کې اوکراین لاس لري.

پوتین په یوه تلویزیوني وینا کې د روسیې خلکو ته په وینا کې وویل، یو شمېر کسان د اوکراین په خاوره کې تیار وو چې حمله کوونکي پرېږدي چې اوکراین ته ورشي.

اوکراین په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

 —————————–

د بلوچستان بېلتون غوښتونکيې ډله وايي، د دغه ایالت په پنجګور او کلات کې یې ۷ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو په پنجګور کې پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ چې د نښتې په ترڅ کې ۷ پوځیان ووژل شول.

دوی همداراز ویلي چې وړمه شپه یې د پاکستان د پوځ پر یوه کمپ هم توغندي ویشتي او لږترلږه دوه تنه پوځیان یې پکې وژلي دي.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان په اکثرو سیمو په تېره بیا ناامنو سیمو کې ازاد خبریالان نه شته نو د هیڅ خوا ادعاوې په ازاد ډول تایید یا رد کېدای نه شي.

—————————-

د ترکیې پولیسو ۲۴ تنه د داعش د غړیتوب په شک نیولي.

د ترکیې رسنیو نن د خپل هیواد د کورنیو چارو وزارت پر اساس راپور وکړ چې دا کسان یې په اتو ولایتونو کې د هغو عملیاتو په ترڅ کې نیولي چې هممهاله یې پیل کړي وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا هم نن (شنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د (Bozdoğan-15) په نوم د عملیاتو په ترڅ کې له اسلامي دولت یا داعش سره د تړاو لرلو په تور ۲۴ تنه نیول شوي دي.

دا کسان په داسي وخت کې نیول شوي چې تېره شپه د مسکو په لمنه کې پر یوه کنسرت د داعش د غړیو په برید کې شاوخوا ۱۳۰ تنه ووژل شول.

——————–

د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انستیتیوت یې بېا پرانیست.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملاخیرالله خیرخواه د دغه انستیتیوت د پرانیستنې په غونډه کې وویل «په افغانستان کې تر کلونو جګړو او نا امنيو وروسته د يوه قوي مرکزي حکومت تر قيادت لاندې بشپړ او ډاډمن امنيت رامنځته شوی او هېواد ته د ګرځندويانو د راتګ ښه زمينه برابره شوې ده.»

ده د دغه انستیتیوت بیا فعالېدا د ګرځندوی صنعت ودې ته د خپل وزارت د ژمنتیا نښه وبلله.

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معینیت په اډانه کې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې رامنځته شوی او دمګړۍ ورته ۱۰۰ تنه محصلین د ګرځندویي او هوټلدارۍ په اړوندو برخو کې زده کړو ته جذب شوي دي.

———————

په هلمند ولایت کې نن سهار درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
 
په هلمند کې د ط د والي مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پيښه د هلمند په ګرمسیر ولسوالي کې هغه وخت وشوه چې دغو ماشومانو له یوې پخوانۍ ناچاودې سرګلولې سره لوبې کولې.
په افغانستان کې هر څه موده وروسته د ناچاودو سروکو یا سرګلولو په چاودنو کې ماشومان مړه کیږي خو کورنۍ لا هم خپل ماشومان پریږدي چې له دا ډول وسایلو سره لوبې وکړي.
 
په وژل شویو کې یوه نجلۍ او دوه هلکان دي او په ټپیانو کې یوه نجلۍ او یو یې هم هلک دی.

د ترکیې د کلتور او ګرځندوی وزارت وايي، د روان ۲۰۲۴ م کال په لومړیو دوو میاشتو کې دغه هیواد ته ۴ میلیونه او ۳۴۱ زره بهرني سیلانیان ورغلي دي.

——————

دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله په سلو کې ۱۲ او د ۲۰۲۲ کال د ورته مودې ۵۴ سلنه زیات دی.

ترکیې ته تېر کال نژدې ۵۰ میلیونه سیلانیان ورغلي وو چې له دې درکه یې ۵۴ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړی دی.

سږ کال ترکیه هیله لري چې دغه هیواد ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر به ۶۰ میلیونو ته ورسیږي او له دې درکه به ۶۰ میلیارد ډالره وګټي.

سږ کال ترکیې له سعودي سره اړیکې ښه کړي او له همدې کبله د نورو کلونو پرتله دغه هیواد ته د سعودي سیلانیانو شمېر په سلو کې ۶۱ ډېر شوی او ۸۳ زرو ته رسیدلی دی.

——————-

د ترکیې د کلتور او ګرځندوی وزارت وايي، د روان ۲۰۲۴ م کال په لومړیو دوو میاشتو کې دغه هیواد ته ۴ میلیونه او ۳۴۱ زره بهرني سیلانیان ورغلي دي.

دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله په سلو کې ۱۲ او د ۲۰۲۲ کال د ورته مودې ۵۴ سلنه زیات دی.

ترکیې ته تېر کال نژدې ۵۰ میلیونه سیلانیان ورغلي وو چې له دې درکه یې ۵۴ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړی دی.

سږ کال ترکیه هیله لري چې دغه هیواد ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر به ۶۰ میلیونو ته ورسیږي او له دې درکه به ۶۰ میلیارد ډالره وګټي.

سږ کال ترکیې له سعودي سره اړیکې ښه کړي او له همدې کبله د نورو کلونو پرتله دغه هیواد ته د سعودي سیلانیانو شمېر په سلو کې ۶۱ ډېر شوی او ۸۳ زرو ته رسیدلی دی.

————————-

د طالبانو حکومت د باندنیو چارو وزارت په مسکو کې د تېرې شپې برید وغانده او هغه یې د ټولو بشري معیارونو خلاف وباله. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «داعش چې په افغانستان کې او نړۍ  ملکي وګړي په نښه کوي، یو ځل بیا یې روښانه کړه چې  د استخباراتي ادارو په لاس کې یوه ډله ده چې هدف یې د اسلام بدنامول او ټولې سیمې ته ګواښ دی.» د مسکو د کنسرت پر یوه سالون د تېرې شپې په برید کې لږترلږه ۶۲ تنه ووژل شول او تر ۱۱۰ ډېر نور ژوبل شول. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د سیمې له هېوادونو غوښتنه کړې چې د دې ډول پېښو پر وړاندې چې په سیمه کې بې‌ثباتي جوړوي، همغږي، روښانه هوډ او دریځ خپل کړي. داعش ډلې د کندهار د تېرې پنجشنبې د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

———————–

امنیت شورا په غزه کې د اوربند لپاره د یوه نوي پرېکړه لیک مسوده رایو ته وړاندې کوي.

فرانس پریس خبري اژانس نن د دیپلوماتانو په قول وویل چې دا پرېکړه لیک ممکن د امریکا له لوري ویټو شي.

دیپلوماتانو ویلي چې ښايي د امنیت شورا د پرېکړه لیک مسوده د نیویارک په وخت نن سهار رای اخیستنې ته وړاندې شي.

دا مسوده وروسته له دې وړاندې کېږي چې روسیې او چین د امریکا له لوري وړاندې شوې مسوده ویټو کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب