شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا د ولیعهد مېرمن په سرطان اخته شوې

د بریتانیا د ولیعهد مېرمن په سرطان اخته شوې

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) د بریتانیا د ولیعهد مېرمن، کیټ میډلټن، چې له څه مودې راهیسي رسنیو پسې راخیستې وه چې ولې یې په خپلو عکسونو کې ګوتې وهلي، اعلان وکړ چې په سرطان اخته ده.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، میډلټن په یوه خپره کړې ویدیو کې ویلي چې د سرطان د درملنې په لومړیو پړاوونو کې ده.

دې ویلي چې د سرطان له تشخیصه خبرېدا ورته خورا بوږنوونکی او سخته وه.

دې نه دي ویلي چې څه ډول سرطان لري خو ویلي یې دي چې کیمو تراپي یې پیل کړې ده.

میډلټن دا هم ویلي چې د هغو کسانو په فکر کې ده چې په سرطان اخته دي او هغوی ته دا پیغام لري چې هیله ونه بایلي.

په وروستیو کې پر اغلې میډلټن له دې کبله انتقادونه شوي وو چې ولې یې خپل عکسونه فلټر کړي او بیا خپاره کړي دي.

هغې وروسته ومنله چې عکسونه یې فلټر کړي او له دې کبله بخښنه غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب