د عصر او زمان ایجابات باید و منل شي
هاشم مهمند
د معاصر تعریف له مخې سیاست د کمپرومایز یا سازش او مصالحې کولو هنر ته وایي. په دې معني چه په داخل کې په مسالمت آمیزه توګه د سیاسي قدرت د ویش په مسله کې د ګوندونو او ډلو ترمنځ او هم د هیوادونو ترمنځ په اړیکو او معاملاتو کې باید داسې سلوک او چلند غوره شي چه د ټولو شاملو لوریو ګټې او غوښتنې په کې خوندي شي. نن سبا د نړیوالې دپلوماسۍ په ډګر کې یواځې پر خپل دریځ ټینګارکول، د مخالف لوري غوښتنو ته پام نه کول او هر څه ته ایدیولوژیک رنګ ورکول نه یواځې په سوله ایزه توګه د ستونزو حل ناممکنه کوي بلکه لاره خشونت او بحران ته هواروی.
د نړۍ هیوادونه عموماً نظامي او پوځی لارې د خپلو ملي ګټو په زیان بولي او د جنجال د حل د پاره د سازش او مصالحې لاره غوره کوي. او کله هم تر اوږدو جګړو وروسته کمپرومایز او مصالحې ته حاضریږي. ویل کیږي چه جګړه د سیاست دوام دی او په نړی کې هر نړیوال، سیمه ایز او هر لوی او کوچنی نظامی اختلاف او بحران بالاخره د سیاسی خبرو او تفاهم له لیارې حل شوی دی.
د پخوانيو پیړیو برعکس د نن ورځې انسانان په لویو او پر مخ تللیو ټولنو کې ژوند کوي او د علم او تخنیک د لویو لاس ته راوړنو او امکاناتو څخه برخه من دي، خو د عصري پیچلی ټولنیز ژوند د ستونزو او مشکلاتو سره هم لاس او ګریوان دي. نن نړۍ ته د یوې واحدې کورنۍ او مشترک کور په سترګه کتل کیږي او د دې کورنۍ د غړو د سلوک او د حقوقي اړیکو د تنظیم د پاره یو لړ اخلاقی اصول او ضوابط وضع شوي دي چه هغه د هیوادونو په اساسي، محلي او نړیوال حقوقو کې منل شوي او تصویب شوي او د اساسي یا بنیادي حقوقو په نامه یادیږي. هر انسان د زیږیدو د ورځې څخه، پرته له عمر، قوم، وطن، ژبې، دین او نورو علایقو، د دغه لایتجزا حقوقو څخه برخه من دی. دا حقوق په هر ځای او هر وخت کې د احترام وړ دي، ځکه دا جهانی حقوق دي او د قانون د حاکمیت یوه برخه ده.
په ۱۹۶۱ میلادی کال کې د خپلواکو هیوادونو د دپلوماتیکو اړیکو د تنظیم د پاره د ویانا نړیوال کانونشن convention تصویب شو. د دې کانویشن هدف د حکومتونو تر منځ د دوستانه اړیکو د ټینګیدو او تقویې د پاره د یو واحد او متحد الشکله چوکاټ منځ ته راوړل وو. نن ورځ د ویانا کانونشن د نړیوالو اړیکو او نړیوال قانون International Law اساس او بنسټ ګڼل کیږي چه د افغانستان په شمول د نړۍ د اکثریت هیوادونو لخوا منل شوی او تصویب شوی دی.
د هیوادونو تر منځ د اړیکو او تعامل د پاره په لس هاوو نورې نړیوالې موافقې هم منځ ته راغلي چه نن ورځ د نړۍ هیوادونه د هغو رعایت کولو ته مکلف دي.
خو په افغانستان کې طالبان دې بشري او د جهانی حقوقو موافقو ته چه د نړۍ ټولو اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو منلي او تصویب کړي دي درناوی نه کوي، بلکه ټینګار کوي چه دوی غواړي د فردي او اجتماعی ژوند په ټولو برخو کې د شریعت اصول تطبیق کړي.
په تیرو پنځو لسیزو کې په افغانستان کې د یرغلګرو په مرسته بیلا بیل نظامونه د کمونستانو د رژیم څخه نیولې بیا د مجاهدینو، طالبانو او جمهوری غوښتونکو پورې یو په بل پسې واکمن شول. هریوه یې د سیاست او مذهب په بهانه او په هیواد کې د بدلون د غولوونکو شعارنو په ورکولو سره په حقیقت که د هیواد د دیدنیو او فاجعو لړۍ نوره هم اوږده کړه.
اوس مهال زمونږ پر هیواد د طالبانو اسلامي تحریک د دوهم ځل د پاره د امریکایانو سره د یوې موافقی په نتیجه کې واکمن شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو دوهم وار واکمنی
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه د ۲۰۲۰ م کال د فبروری میاشتې په ۲۹ مه د قطر په مرکز دوحه کې لاسلیک شوه او د هغه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسیده.
په دې مذاکراتو کې چه اتلس میاشتې یې دوام وکړ، امریکایانو د افغان حکومت څخه ټول جزییات پټ وساتل. د امریکایی خواکونو د وتلو نیټه د ۲۰۲۱ م کال د آګست میاشتې ۳۱ مه اعلان شوه، د نورو لویدیځو هیوادونو ځواکونه د جولای میاشتې تر ۱۵ پوري د افغانستان څخه ووتل.
د افغانستان د جمهوری حکومت چارواکو دا فکر نه کاوه چه امریکایان به دوی په دې شان په توهین آمیزه توګه یواځی پرېږدي او قدرت به په بشپړه توګه طالبانو ته ورسپاري. د ۲۰۲۱ م کال د آګست په ۱۵ مه طالبان د کابل ښار ته داخل شول. څو ساعته مخکې تر دې د جمهوریت چارواکې وپوهیدل چه د دوی د حاکمیت دوره پای ته رسیدلې ده. جمهور ریس، د هغه مرستیالان، دفاع وزیر او لوی درستیز، مارشال، د اردو جنرالان، د کابینې غړی، د جهادي تنظیمونو مشران، جګړه ماران، د مځکو د غصب او مافیایی ډلو استازو په ډیره بیړه ځانونه هوایي ډکرونو ته ورسول او هیواد یې پریښود.
دا د افغانستان په تاریځ کي یوه د ننګ او شرم ډکه ورځ وه چه د هیواد ټول مشران چه ځینو یي په کلنو کلنو د غیرت او شهامت او وطندوستۍ نارې وهلې او ځانونو ته یې د قهرمان په سترګه کتل، په څو ساعتونو کې په اصطلاح تیت او پرک شول او ځانونه یې ترکیې او اروپایې هیوادونو ته ورسول. په عین زمان کې دا حقیقت هم په ډاګه شو چه د افغانستان دولت یو لاس پوڅی دولت وو او په اولس کې یې هیڅ ډول ملاټړ نه درلود. یعنی امریکایانو جوړ کړی وو او هغو هم له منځه یووړ.
د ۲۰۲۱ م کال د آګست میاشتې ۱۵ نیټه، په هر حال، د افغانستان د خلکو د پاره یوه د بیرې او اضطرابه ډکه ورځ وه. په دې ورځ طالبان د دوهم ځل د پاره قدرت ته ورسیدل . بیره په دې کې وه چه طالبان به د خپلې تیرې واکمنۍ په شان د خپلو رقیبو ډلو څخه غچ واخلي، پر ټول هیواد به د ترور او وحشت فضا حاکمه کړي او بیا به د افغانستان دولتی، ملی او فرهنګي شتمنۍ لوټ او تالان شي. خوله نیکمرغه داسې و نه شول. برعکس طالبانو په هیواد کې عمومی عفوه اعلان کړه او ژمنه یې و کړه چه د هر افغان د سر اومال ساتنه به وکړي.
د طالبانو دولت جوړونه او لومړني مثبت کارونه
امریکایانو د طالبانو سره د اته لس میاشتنی مذاکراتو په بهیر کې پر خپلو څلورو غوښتننو ټینګار کاوه، یعنی دا چه طالبان باید د القاعده، داعش او نورو ترورستی شبکو مرکزونه په افغانستان کې له منځه یوسی، د افغانسان د خاورې څخه باید د هیڅ بل هیواد پر ضد استفاده و نه شي، په هیواد کي باید یو پراخ بنسټه حکومت چه د ټول اولس نمایندګي وشي کولای، منځ ته راشي او بشري حقوق او آزادی ګانې باید خوندی شي.
اوس چه د طالبانو د بیا واکمیدو څخه دوه نیم کاله تیر شوي دي، داسې نه ښکاری چه دوی د قدرت د مشارکت او د بشري حقوقو او آزادۍ ګانو په برخه کۍ پر خپلو ژمنو او وعدو ولاړ وي. پر انجونو او ښځو د ښوونځیو او کار کولو د دروازو تړل یې یو څرګنډ مثال دی.
طالبانو په ټولو وزارتونو او دولتی ادارو او موسسو کي خپل د اعتماد وړ کسان په کار ګومارلي دی. په دې معنی چه طالبان ځانونه د اوږدې مودې واکمنۍ د پاره چمتو کوی. په افغانستان کې کودتایی حکومتونو هم ورته چلند کاوه. د خلقیانو او پرچمیانو د واکمنیو په کلنو کې هم د «کار به اهل کار» پرنسیپ ته پاملرنه نه کیده او ټول وزارتونه او دولتی تاسیسات په بشپړه توګه د دې ګوندونو په انحصار کې وه او حتې د یوې ادارې پیاده هم باید د ګوند غړۍ وای.
په هرحال د طالبانو اوسنۍ دولت نه اساسی قانون لری او نه هم داسی ښکاری چه غواړي نورو اسلامی هیوادونو ته ورته دولتی تاسیسات ولري لکه د انتخاباتو له لارې ټاکل شوی حکومت یا ملی شورا یا خپلواکه قضایي قوه. طالبان ټینګار کوي چه دوی به د فردي او ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د اسلامی شریعت مطابق عمل وکړي او هغه به تطبیق کړي.
په هرحال د طالبانو په بیا راتګ سره په ټول هیواد کې نسبي سوله ټینګه شوه چه دا د اولس لوی آرمان وو. خلک نور د جګړې څخه ستړی شوي وو. خو په افغانستان کې اوس هم بیلا بیلې وسله والې ډلې شته چه کولای شي امنیت تهدید کړي. هم دا شان د جګړه مارو او غیرمسوولو ډلو څخه د وسلو راټول چه هیڅ ډول اخلاقی او افغانی اصولو ته یې پابندي نه درلوده، هم د طالبانو لویه لاس ته راوړنه ده.
په سني مذهبه افغانستان کې تل دا رسم وو چه د حضرت امام حسین د شهادت ورځ د شیعه ګانو په جوماتونو او تکیه خانو کي لمانځل کې ده. خو په تیرو څو کلنو کې شیعه ګانو د ایرانیانو په شان په ټول کابل ښار کې تور بیرغونه ځړول او د ښار په کوڅو کې به یې په عام محضر کې ځانونه په چړو وهل. په حقیقت کې دا د قدرت یوه مظاهره وه.
ګاوندي استخباراتو همدا شان د افغانستان د وړونو اقوامو تر منځ د نفاق اچونې هڅې کولې. د دې کار د پاره دوی غوښتل افغانان د ژبې، قوم، سیمې او مذهب په نامه سره وویشي او یود بل پر ضد یې استعمال کړي. د دې کار دپاره دوی د تجزیه غوښتونکو او فدرالی غوښتونکې ډلې جوړې کړې وې او په خاصه توګه د افغانستان د نوم، تاریخ، هویت او افتخاراتو پرضد یې تبلیغات کول. دې بی شعورو او بې ضمیرو ادعا کوله چه افغانستان او افغان د پښتنو نوم دې او باید ددغي جغرافیې نوم بیرته خراسان شي. په دې باره کې ډیرو افغانانو لیکنې کړي او دا ادعا یې په بشپړه توګه غلطه او بې اساسه ثابته کړې ده. د طالبانو په بیرته واکمیدو سره دغه ډلې هم تار اومار شوې او د افغانستان څخه نورو ځایو ته وتښتیدل.
د طالبانو تر بیا واکمنیدو مخکې افغانستان د نړیوالو معیارونو له مخې د مځکې د کری پرمخ تر ټولو فاسد هیواد ګڼل کیده. اداری فساد، د بیت المال څخه غلا، د مخدره موادوقاچاق ، رشوت ، اختلاس ، غصب او نور خپل اوج ته رسیدلې وه. هغو چه ترهر چا یې زیات د اسلام او جهاد او مقاومت نارې وهلې، همدا شان د دولت وزیرانو او د دولت لوړپوړي چارواکو په دغه لویو غلاوو کې لاس درلود. د طالبانو تر بیا حاکمنیدو تر وروسته افغانانو د لومړي ځل د پاره د دغه جهادی مشرانو ،وزیرانو او په اصطلاح قوماندانانو او حکومتی چارواکو د قصرونو ، ملکیتونو او سترو غلاوو ویدیوګانې ولیدې . اوس یې اکثره د هیواد څخه تښتیدلې دې او په ترکیه او نورو عربی او اروپایې هیوادونو کې میشت دي. خو دا په دې معني نده نن په افغانستان کې د فساد ګمبله په بشپړه توګه ټوله شوې ده ، اما په نسبي توګه ډیر کم شوی دی .
د طالبانو په بیا واکنمیدو سره په هیواد کې د بیا رغونې کارونه پیل شول . د طالبانو لومړی واکمنی ته په کتو، هیچا دا فکرنه کاوه چه طالبان به د هیواد د بیا رغونې سره علاقه ولري، خو دا وار طالبان د مالی ستونزو سربیره د اوبو د کانالونو او بندونو ، لویو لارو ، بریښنا د مزو او په ښارونو کې د ښاری ژوند د پاره د تسهیلاتو په راوستو کې ډیر فعاله دي. طالبان همدا شان د ګاونډی هیوادونو سره د ریل د پټلییو د غزولو او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کي ډیر فعاله دي.
د دولت په کارونو کي د طالبانو ستونزې
په تیرو دوه نیم کلنو کې چه طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شویدی ، د دوی اداره د لویو ستونزو سره مخامخ ده. لمړی خو د نړیوالې ټولني هیچ یو هیواد د طالبانو دولت په رسمیت ندی پیژندلی . نړیواله ټولنه طالبان تورنوی چه د دوحې په موافقه کې کړی ژمنې یې نه دی عملی کړي ، او د اولس ټول دیموکراتیک حقوق او آزادی ګانې لکه د بیان او عقیدې آزادی، د اجتماعات د جوړیدو ، په سیاسی ژوند کې د ګډون کولو حق، بشری حقوقو ته احترام ، د ښخو حقوقو او نور یې تر پښو لاندې کړیدی.
طالبانو حقیقتاً د ښځو او انجونو د حقوقو په برخه کې یو سخت دریځ خپل کړی او انجونې یي د شپږم صنف څخه پورته د هر ډول تعلیم څخه محرومی کړي او ټولې ښخې یې د کور څخه بهر په دولتی ادارو او نورو موسساتو کې د کار او فعالیت څخه منع کړې دي . طالبان د خپلو اجتماعی سیاستونو د توجیه د پاره پر شریعت تکیه کوي. په داسي حال کې چه اسلام ښځي او نارینه دواړه د علم په زده کولو مکلف بولي. علاوه پردې نن سبا ښځې په ټوله نړۍ په خاصه توګه په ټولو اسلامی هیوادونو کې د ټولنې په ټولو برخو لکه تدریس ، طب ، علم او تخنیک ، تجارت او زراعت او خلاصه په ټولو علمي او هنري برخو کي فعالی دی او کار کوی او ځان او خپلو بچو ته حلاله روزي ګټی. د طالبانو دا ډول چلند د اسلام په تاریخ کي په هیڅ وخت او هیڅ اسلامی هیواد کې نه دی لیدل شوی او یواځې د ځینې پښتنو طالبانو د کلیوالی ذهنیت او دود محصول دی.
د ښځو او انجونو په اړه د طالبانو ددې سیاست سره په افغانستان کې یو ډیر لوې اکثریت مخالف دي. حتي یو شمیر طالب مشرانو هم د انجونو او ښځو سره د طالبانو چلند غندلی اوهغه یې غیر اسلامی بلل دی . همدا وجه ده چه حتې یو ګاونډی یا اسلامی هیواد هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تیرو دوه نیمو کلنو کې په رسمیت ندی پیژندلی. د افغانستان اووه نیم میلیاډه ډالره سرمایه لا هم کنګل پاته شوې او پر افغانستان د نړیوالو مرستو ټولې دروازې تړل شوی دي . په نتیجه کې په هیواد کې لوږه او بیکاری خپل اوج ته رسیدلې ده. ددې علت په خاصه توګه د انجونو او ښځو د حقوقو په وړاندې د طالبانود لجاجت او سرزورۍ سیاست دی او طالبان د افغانانو د اوسنی لوږې، بی کارۍ او نورو بدبختیو مسوول ګڼل کیږي .
د ۲۰۰۱ م کال د دسمبر په میاشت کې د امریکا په مشری د نړیوالو ځواکونو د نظامی عملیاتو په نتیجه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکوره او تر یوې انتقالی دورې وروسته په ۲۰۰۴ م کال نوی اسلامی جمهوریت اعلان شو، چه تر ۲۰۲۱ م کال پوري په قدرت کې وو. ددې جمهوریت په لویو لاس ته راوړنو کي د آزادو مطبوعاتو رامنځ ته کول او د هغه رشد او پرمختګ ګڼل کیږي. په دې مده کې افغانستان د آزادو رسنیو او د بیان د آزادی په برخه کي د سیمې تر ټولوپرمختللی هیواد وو.
خو په تیرو دوه نیمو کلونوکي د طالبانو تر بیا واکمیدو وروسته ، د بیان آزادی او آزاد مطبوعات يا په بل عبارت د افغانستان خلکو ته د ورځنی خبرونو اومعلوماتو د رسولو خدمات ترسخت فشار لاندې راغلی دی . د ۲۰۲۱ م کال د آکست میاشتې دمخه په هیواد کي ۹۰ ورځپاڼې خپریدلې ، نن یواځې ۱۱ خپریږي. د تلویزیونو او راډیو ګانو شمیر پنځوس سلنه او د هیواد په رسنیو کې د کارکونکوشمیرهم پنځوس سلنه کم شوی دی. هغه وخت په رسنیو که د ښځینه ژورنالستو شمیر ۲۵ سلنه وو، نن دا شمیره ۱۵ سلنې ته راکښته شوی دی. همدا شان په تیرو دوه نیمو کلنو کې یو زیات ژورنالسټان د طالبانو د زورزیاتیو او خشونت سره مخامخ شوی او یو شمیر یي زندانونو ته اچول شوي دي.
په افغانستان کې بله لویه ستونزه له هیواد څخه د زیات شمیر د ښارونو اوسیدونکی او تعلیم یافته ځوانانو فرار دي .دا بهیر اساساً د افغانستان د غمیزې د پیل څخه دوام لری، خو د طالبانو تربیا حاکمنیدو وروسته یې شمیر ډیر زیات شویدی. یو زیات شمیر افغانان طالبانو ته د یوې غیر متمدنی ، وروسته پاتې او خشنې ډلې په سترګه ګوري چه هیڅ دیموکراتیک ارزښت او د خلکو مدنی حقوقو ته درناوي نه لری. یواځی په تیرو دوه نیمو کلونو کي د هیواد تر سل زره زیات تعلیم یافته ځوانان د هیواد پریښودو ته مجبوره شوي چه د افغانستان د پاره يوه لویه ضایعه او فاجعه ګڼل کیږي چه طالبان یې نه مخنیوی کولای شي او نه یې غواړی مخ نیوی یې وکړي چه دا د وطن او اولس سره لویه جفا ده.
په تیرو لسیزو کې هر څوک چه قدرت ته رسیدلې دی هڅه یې کړیده خپل حاکمیت پراولس تحمیل کړي او د هیواد مادی شتمنیو ته بشپړ لاس رسنی و لري بیله دې چه د اولس جدی ستونزو او اړتیاوو ته پاملرنه وکړي یا د مسوولیت احساس وکړي.
طالبانو ته په کارده چه د خپلې واکمنۍ د مشروعیت د پاره د لویې جرګې له لارې یو حقوقي او قانونی چوکاټ چه اساسی قانون دی منځ ته راوړي. په اساسی قانون کي د دولت وظایف او صلاحیتونه تعریف کیږي . طالبان باید دا حقیقت هم و منی چه افغانستان د بیلادبیلو قومونو ګډ کور دی او هغوی حق لری د هیواد په حاکمیت او د هیواد د سرنوشت د ټاکلو په ټولو پریکړو کې د ګډون ولری. ددې کار د پاره ملی او اسلامی لار په آزادو انتخاباتو کې د اولس د استازو ټاکل یعنی د پارلمان ټاکل دی. د دولت دریمه برخه قضاییه قوه ده چه د قرآن، سنت او شریعت په رڼا کي عدالت تامینوی. اساسی قانون دولت ته د دې صلاحیت ورکوی د قضا د پاره اهل او مسلکی کسان و ټاکي ..
همدا شان طالبان باید د نړیوال مشروعیت د لاس ته کولو د پاره نړیوالو موافقو او پیمانونو او د بشري حقوقو نړیوالی اعلامیې ته ژمن پاته شي. دا هغه اصول دي د افغانستان په شمول د نړۍ تولو هیوادونو منلی دی. نو که طالبان غواړې د اوږدې مودي د پاره په قدرت کې پاته شي او د نړیوالې ټولنی یو فعاله او د اعتماد وړ غړی وي، باید د هیواد په دننه او د باندی کې د خپل مشروعیت غم وخوري. د دې کار د پاره باید ډیر ژر د افغان انجونو د تحصیل بندیز او د افغان ښځو د کار کولو غیر اسلامی بندیز لغوه ګړي، او د آزاد مطبوعاتو پر ضد لګیدلي محدودیتونه له منځه یوسي، که نه ددې بیره شته چه خدای مه که طالبان به بیا د هیواد په غرونو او ماندو کې د سرګردانه ژوند سره مخامخ شي.