Home+هند د مځکې پر مخ تر ټولو ستر برېښناکوټ جوړوي

هند د مځکې پر مخ تر ټولو ستر برېښناکوټ جوړوي

تاند- هند په نړۍ کې د لمریزې انرژۍ تر ټولو ستر برېښناکوټ جوړوي.

دا برېښناکوټ، چې د پاریس ښار پنځه بابره به لوی وي، له فضا څخه هم لیدل کېدای شي.

په دې برېښناکوټ کې به دومره برېښنا تولیدیږي چې د ټول سویس لپاره کفایت کوي.

دا پروژه د هند د لوېدیځ په شاړه او ښوره مځکه کې جوړېږي.

د دې پروژې اجرايي ريیس د اسیا د دوهم ستر شتمن ګوتام اډواني وراره ساګر اډواني دی.

د اډواني شتمني ۱۰۰ میلیارد ډالره ده. نوموړی هند ته د سکرو تر ټولو ستر واردوونکی او د ککړو سونګ موادو پانګوال دی خو وراره یې له ککړوونکو موادو د هند د پاکولو لپاره پاکې انرژۍ ته مخه کړې ده.

دی د کابو ۲۰ میلیارد ډالرو په لګښت په ګوجرات ایالت کې، چې د هند په لوېدیځ کې دی، د بادي او لمریزې انرژۍ د سترو برېښناکوټونو په جوړولو بوخت دی.

که دا پروژه په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړه شي، د نړۍ د تجدید کېدونکې انرژۍ تر ټولو ستره پروژه به وي او په هندوستان کې به ۱۶ میلیون وګړو ته برېښنا مهیا کړي.

د دې سترې پروژې موقعیت د نړۍ له یوې خطرناکې پولې، یعني د هند او پاکستان له پولې یوازې ۱۲ مایله لېرې دی.

د دې پروژې پراخوالی به ۲۰۰ مایل مربع وي او د اډواني د شرکت د مسوولانو په وینا د مځکې پر مخ به تر ټولو ستر برېښناکوټ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...