یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+په لومړي ځل د ایډز درملنه ممکنه شوه

په لومړي ځل د ایډز درملنه ممکنه شوه

تاند- په لومړي ځل د هالنډ د امستردام پوهنتون ساینسوپوهان توانېدلي چې د ایچ آی وي ویروس د انسان له ککړو حجرو پاک کړي.

ساینسي څېړونکو دې هدف ته د رسیدو لپاره د نوبل د جایزې د ګټونکي جان کریسپر له ټکنالوژۍ کار اخیستی دی.

دا ټکنالوژي د بیاتي په شان کار کوي او له ډي این اې سره نښتې کړۍ غوڅولی شي او په دې توګه هغه کړۍ نافعاله کوي چې په ویروسو ککړه ده.

ساینسپوهان هیله من دي چې په نهایت کې به د تل لپاره د دې ویروسو له شره انسانان خلاص کړي خو لا هم ډ‌ېر کارونه پاته دي چې پوره ډاډ ترلاسه شي.

حاضردمه د ایچ آی وي لپاره درمل شته چې یوازې د دې ویرسو د پرمختګ مخه نیسي خو له منځه یې نه وړي.

د ایچ آی وي ویروس د بدن پر دفاعي حجرو حمله کوي او له منځه یې وړي او عموماً انسانان په دې ویروسو له ککړتیا وروسته په دې خاطر مري چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب