پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د انسانیت لاره| متقاعد جنرال دولت وزیري

د انسانیت لاره| متقاعد جنرال دولت وزیري

د انسانیت لاره انسان ته په درناوي او له یوه او بل سره په مینه کې ده.

ځکه وايې:

زړونه مه ماتوه لعل د بدخشان دي
بیا مشکل دي روغول د شکستوو

او یا دا چې:

دل مه ازار که حج اکبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است

د زړونو ماتول او ازارول د انسانیت لاره او کړنه نه ده، ځکه د هر چا له وس پوره ده. د زړونو لاس ته راوړل بیا د انسانیت لاره ده. اسلامیت او انسانیت د هغه چا کړنه ده، چې د وژلو، زورولو او د تیرې تورې پر ځای تدبیر غوره وګڼي.
په پښتو کې متل دی وايې:

له تورې تدبیر ښه دی.
خوشحال بابا وايې:

څو په تورو، په توبرو، په نیزو شي
صد چندان شي په تدبیر په هنرونو

ځکه په توره کې وژل، زورول او ویجاړول دي او په تدبیر کې مینه او درناوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...